ماته آيېنه / عبدالهادي هادي

ماته آيېنه / عبدالهادي هادي

تا پر ځمکه وویشتمه ستا د لاس آینه ومه

سل ځلې دې مات کړمه خو لا هم درسره ومه

بیرته دې راوکتل ذرې،ذرې دې ټول کړمه

مخ ته دې چې ونیولم لا هغه ښیښه ومه

یاد دې شي جانانه کائنات مې ټول مهار وو خو

تا ته به چې راغلمه نو پروت به په سجده ومه

ستا پر نرمو شونډو به چې تاو شومه غزل به شوم

تا به ترنم کړمه د تا د خولې ټپه ومه

څنګه له حالاتو سره واوښتې را واوښتې؟

ته د نور چینه وې او زه ستا د مخ جلوه ومه

مه پوښته چې څنګه یې هادي ته غیږه خلاصه کړه

تاک په دې پوهیږي چې زه ستا د عشق کیسه ومه




تبصره وکړئ

avatar
t