پاکستان کې د هنري خپرونو پر خپرېدو بنديز

پاکستان کې د هنري خپرونو پر خپرېدو بنديز

اسمبلۍ د پاکستان په پنجاب صوبه کې د رايو په غوڅ اکثريت پرېکړه کړې چې دغلته به هنري خپرونې نه خپريږي.

د رسنيو د راپورونو په حواله، دوی دا پرېکړه د روژې مبارکې مياشتې په راتلو سره کړې ده.

دا پرېکړه لیک د پنجاب صوبې د جنګ ښار غړي مولانا معاویه اعظم د اپرېل پر ۳۰ سپارلی و او تېره پنجنشه اسمبلۍ په یوه خوله منظور کړ.

په پرېکړه ليک کې د رسنيو د څار ادارو څخه غوښتنه شوې چې دا پرېکړه دې پر رسنيو عملي کړي.

دغه راز له ټلوېزيونونو غوښتل شوي دي چې د روژې د مبارکې مياشتې په تړاو دې اسلامي نشرات وکړي.




تبصره وکړئ

avatar
t