بنجامین فرانکلن؛ هغه چې د سقراط لقب ورکړل شوی

بنجامین فرانکلن؛ هغه چې د سقراط لقب ورکړل شوی

بنجامين فرانکلن هغه تن دی چې څېړونکو ورته د نوي عصر د سقراط لقب ورکړی دی.

نوموړی په ۱۷۰۶ م کال د باسټن په ښار کې زېږېدلی وايي: زه په يوه نېستمنه کورنۍ کې زېږېدلی يم، غُربت اوج ته رسېدلی و مګر ما د خپلو لاسو د تڼاکو په برکت ځان شتمن او څه ناڅه نوم مې هم ځانته وګاټه.

نوموړي اته کلنۍ کې ښوونځی پيل کړ مګر د غریبۍ له امله ترې پاتې شو، پلار يې د خپل بل ورور چې په يوه مطبعه کې يې کار کاوه، له هغه سره پر کار بوخت کړ، دلته نو فرانکلين ته د مطالعې موقع برابره شوه، وايي د ورځې به مې کار کاوه او د شپې به تر ناوخته د شمعې رڼا ته په مطالعه بوخت وم.دلته يې خپلې ليکنې د همدې مطبعې له لارې په بل نوم خپرې کړې چې ډېرې زياتې وستايل شوې، له باسټون نه فلاډلفا ښار ته ولاړ، هلته يې کار وکړ او سخت شتمن او مشهور شو. نوموړی ديپلمات، سياستمدار، مخترع، او د امريکا د سترو موسسينو څخه شمېرل کېږي.

په فرانسه کې د امريکا د لومړي سفير وياړ لري، پخپل هېواد کې د پارلمان غړی و تل به ګرځېده، د بهر سړی و، بينجامين فرانکلين پخپل ښار کې څو سياسي مرکزونه، اطفايي او نور جوړ کړل، بلأخره په ۱۷۹۰ م کال د ۸۴ کالو په عمر مړشو، وروسته له مرګه د امريکې د ډېرو سترو شخصيتونو په کتار کې شمېر شو اوس مهال ګڼ ښارونه، واټونه او علمي مرکزونه د نوموړي په نوم دي، او د امريکې په پيسو (ډالر) باندې يې تصوير راوړل شوی دی.

هدایت الرحمن ډاډ



بیلابیل فرانکلن
t