د هوا ککړتیا له جګړې زیاته قرباني له افغانانو اخلي

د هوا ککړتیا له جګړې زیاته قرباني له افغانانو اخلي

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز

د نړۍ د هوا حالاتو څېړنې ډلې‎” د راپور پر بنسټ، چې د عقرب میاشتې په ۲۲مه خپور شوی دی، پکې راغلي چې په افغانستان کې د هوا د ککړتیا د قربانیانو شمېر د جګړې له قربانیانو څخه زیات دی. د یاد راپور له مخې، په ۲۰۱۷ ز کال کې په افغانستان کې ۲۶ زره کسان د هوا ککړتیا له کبله مړه شوي دي. د یوناما د سیاسي استازولۍ د ادارې د راپور په اساس، په همدې کال(۲۰۱۷ ز) کې د جګړو له کبله ۳۴۸۳ عام وګړي وژل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې د هوا له سړېدو سره هوا لا پسې ککړه کېږي او په ژمي کې ډېرۍ کورنۍ په افغانستان کې د خپلو کورونو تودولو لپاره له لرګیو، سکرو او له نورو سوزیدونکو شیانو کار اخلي. په همدې حال کې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره هم د هوا د ککړتیا په تړاو اندېښنه لري.

د یادې ادارې چارواکي وایي، چې د کابل هوا د ککړتیا د کنټرول لپاره پلانونه نیول شوي، خو د دریو لسیزو جګړو له کبله ښاري بنسټونه، د اوبو رسولو سیسټم، برېښنا، حمل او نقل او شنې سیمې له منځه تللې دي. کابل په اټکلیز ډول له کابو شپږ میلیونه نفوس سره د نړۍ له ګڼې ګوڼې ډکو ښارونو څخه بلل کېږي.

موږ په همدې تحلیل کې په نړۍ کې د هوا د ککړتیا وضعیت، په افغانستان او په تېره بیا په کابل کې د هوا ککړتیا وضعیت او د مخنیوي پر لارې چارو باندې شننه کړې ده.

په نړۍ کې د هوا د ککړتیا وضعیت

د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۱۹ ز کال په فبرورۍ میاشت کې د نړۍ د اقلیمي وضعیت په اړه راپور خپور کړ، په دې راپور کې راغلي، چې د نړۍ د ټول نفوس له هرو لسو کسانو یې نهه نفره ککړه هوا تنفس کوي، چې دا وضعیت د درېیمې نړۍ په هېوادونو کې زیات دی، لکه افریقایي او آسیایي هېوادونو کې. د یاد راپور په اساس، هر کال په نړۍ کې ۷.۲ میلیون کسان د ککړې هوا د تنفس له امله پر مختلفو تنفسي ناروغیو اخته کیږي او په پایله کې مري، چې په افغانستان کې د مړینې یاده شمېره په ۲۰۱۷ ز کال کې د نړۍ د هوا حالاتو څېړنې ډلې د راپور په اساس، ۲۶ زرو کسانو پورې رسېدله. د راپور موندنو دا هم ښوولې چې په تېرو شپږو کلونو کې د هوا د ککړتیا کچه لوړه پاتې شوې او یوازې د امریکا او اروپا په ځینو برخو کې دغه کچه په کمېدو ده. د هوا د ککړتیا تر ټولو لوی لاملونه د ډبرو د سکرو په مټ چلېدونکې برېښنايي بټۍ، ډیزلي او پترولي ترانسپورټي وسیلې او په کورونو کې کارېدونکي د سون‌توکي جوړوي. دغه څېړنه وايي، د نړۍ تر ټولو ډېر نېستمن دری میلیارده وګړي د پخلي پاکې ټکنالوژۍ ته لاسرسی نه لري، خو وايي، په دې اړه یو څه پرمختګ شوی دی چې اشاره یې په هند کې ځینو پروژو ته ده، چې بې وزله کسانو ته د سون پاک تېل ورکول کېږي. د روغتیا د نړیوالې ادارې د عامې روغتیا مشره ډاکټره ماریا نیرا وايي، د نړۍ په ډېری برخو کې د هوا د ککړتیا کچه په خطرناک ډول اوچته ده او په نړیواله کچه د چاپېریال لپاره خطرناک ګواښ دی. اغلې نیرا له لویو ښارونو سر ټکوي او وايي، چې د هوا د ککړتیا کچه یې تر پنځو ځلو تر هغې لوړه ده، چې له روغتیايي پلوه خوندي بلل کېږي. نوموړې اسیا او افریقا ته ګوته نیسي او وايي، د هوا له ککړتیا سره د تړلو مړینو ۹۰ سلنه په دې دوو لویو وچو کې پېښېږي.

کابل د نړۍ څلورم ککړ ښار دی
د هوا پېژندنې نړیوالې ادارې په ۲۰۱۸ ز کال کې کابل ښار په نړۍ کې د ککړې هوا له کبله لومړی ښار اعلان کړ، خو د سږ کال په درجه بندۍ کې نوی ډیلی، لاهور او کراچۍ ښارونه له کابل څخه مخکې شوي او کابل د نړۍ څلورم ککړ ښار بللی شوی. په دې اړه د ډبلیو ایچ په یوه راپور کې ویل شوي، چې د کابل ښار ۸۰ سلنه اوسېدونکي اوس هم داسې هوا تنفس کوي، چې کیفیت یې ټیټ دی. په راپور کې ویل شوي، د کابل ښار د هوا ککړوالی د سږو سرطان، سالنډۍ او ځینو نورو ناروغیو رامنځ ته کېدو خطر ډېر کړی او له امله یې هر کال زرگونه انسانان له وخته وړاندې مري.

د دغه بنسټ د راپور په اساس، په تېرو پنځو کلونو کې په اوسط ډول د کابل د هوا د ککړتيا کچه اته سلنه لوړه شوې، چې له امله یې وضعیت لا پسې د اندېښنې وړ شوی دی. د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، چې د کابل په هوا کې د معلقو ذراتو غلظت، کله په یوه متر مکعب کې تر ۵۰۰ مایکرو ګرامه پورې رسېږي، په داسې حال کې چې له ۱۵۰ مایکرو ګرامو پورته، ګواښوونکی بلل کېږي. دغه اداره زیاتوي چې د کابل څه باندې پنځوس سلنه واټونه کرېړ شوي نه دي او دا ستونزه د کابل ښار د هوا د ککړتیا یو اصلي لامل بلل کیږي.

همدارنګه د نفوس زیاتوالی، د ډبرو سکرو، پلاستیکو او لرګیو استعمال د پخلي او د کورونو د ګرمولو په موخه، ډېری وخت د برېښنا نشتون چې له امله یې له جنراټورونو څخه ګټه اخیستل کیږي، د شنې ساحې نشتون او د موټرو زیاتوالی چې له امله یې د معلقو ذراتو په خوا کې د کاربن مونو اکساید، سلفر ډای اکساید، نایتروجن ډای اکساید، سرب او اوزون په هوا کې زیات شوي او په پایله کې د هوا د ککړېدو سبب شوي.

د مخنیوي لارې چارې

د هوا د ککړتیا د کنټرول په موخه دولت باید لاندې څو ټکو ته پام وکړي:

د هوا ککړتیا د مخنیوي تر ټولو اساسي حل دا دی چې د ککړتیا ټول اصلي لاملونه ختم کړل شي، د سکرو او ټیت کیفیت تیلو پر ځای، پاکه (رینیوبل) انرژي، یانې لمریزه او بادي انرژي وکارېږي. په هره سیمه کې د کثافاتو او بېکاره شیانو لپاره د سوځولو په موخه ځایونه جوړ شي، په دې کار سره به په عامه ځایونو کې د سون مخه ونیول شي او له بلې‌خوا دا امکان هم شته چې په ډېرې اسانۍ سره له دې لارې برېښنا تولید کړای شي.

د ښاري ترانسپورټ معیاري کول او په ښار کې د شنې ساحې زیاتولو ته توجه وشي. د نفوس پر تراکم کېدو باندې فکر وشي او په ټوله کې د یوې هر اړخیزې ستراتېژۍ جوړول او د تطبیق په موخه یې هڅې.

پایله

دا چې افغانستان سږ کال د هوا پېژندنې نړیوالې ادارې په درجه‌ بندۍ کې شاته تللی، دا د حکومت هڅې نه شي بلل کېدای، بلکې هغه ښارونه چې هغه اوس په دې درجه‌ بندۍ کې له کابل مخکې قرار لري، د هغې د هوا د زیات خرابوالي لامل همدا محیط دی. د افغانستان د چاپېريال ساتنې ملي ادارې سږ کال د تلې/ میزان میاشتې په ۱۴مه اعلان وکړ، چې په کابل کې د هوا د ککړتیا د مخنیوي په موخه یې د ۱۳ سکټورونو په همکارۍ پنځه کلن پلان جوړ کړی، چې په پلي کېدو سره به یې تر ډېره د هوا د ککړتیا مخه ونیول شي. چاپېریال ساتنه د یو هېواد دننه د مختلفو ادارو هر اړخیزو همکاریو ته اړتیا لري، له ټولو لومړی باید د چاپېریال ساتنې ملي اداره د دې پلان په تطبیق کې خپل رول ادا کړي او د چاپېریال د قانون د تطبیق په خاطر جدي اقدامات وکړي او د سرغړونې په صورت کې قضایي ارګانونه خپل اجراأت تر سره کړي. عامو وګړو ته پکار ده، چې له هغو کارونو ډډه وکړي، چې چاپېریال ته د ضرر سبب ګرځي.

د بېلګې په توګه، په نویو ودانیو کې د خراب کیفیت تشنابونه، په عامه ځایونو کې د پلاستیکونو، ټایرونو او نورو چټلیو سوځول، په کورونو، هوټلونو او نانواییو کې د خشاکو په توګه د لرګیو یا د ډبرو سکارو سوځول او د زړو ماشینونو موټرونه کارول، ټول هغه څه دي چې د استعمال په کموالي یې کولای شو تر ډېره بریده شته ستونزې راکمې کړو.




t