ادب تیوري

ادب تیوري

لیکنه: مروت درد

دا د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د قدرمن استاد پوهاند ډاکټر لعل پاچا ازمون تدریسي اثر دی چې ننګرهار کې ختیځ خپروندویه ټولنې د زر ټوکه په تعداد او ۳۸۸ مخونو کې د پښتو څانګې زده کړیالانو او ادب مینوالو ته په واک کې ورکړی دی.
دا کتاب ما په ځیر ولوست، زه په لاندې ټکو کې پدې څېړنیز اثر خپلې ماتې، ګوډې داسې لیکم:

لومړی:
دا کتاب د منځپانګې او محتوا له مخې په ادب تیورۍ کې تر ټولو اپډېټ علمي اثر دی، په دې مانا چې د ادب تورۍ لپاره د ادب د ګلبڼ نژدې ټولو صنفونو او ژانرونو ته (هغه که د نظم دي، که د نثر)
تفصیل راغلی او لیکوال هر یو په خپل ځای په خپل علمي منطق لوستونکو ته خلاصه کړی دی.
اپډېپ مې ځکه ورته ووې چې استاد ازمون د تیورۍ اړوند له شاوخوا (۹۰) څېړنیزو اثارو اقتباسات پکې کړي چې ما شخصاً تر دې کتاب وړاندې د ادبیاتو د تیورۍ په اړوند په دومره علمي او پراخه کچه معلومات په یوه تحقیقي اثر کې نه و لوستي، زما دا خبره د ادبیاتو د تیورۍ په اړه د نورو لیکوالو د قدر وړ اثار او د هاغوی لیکلې هڅې نه نفې کوي، خو د سلسله مراتبو په نظر کې نیولو سره جزوي او کلي موضوعات تر نظر او بشپړې توضېح ورکولو او کتاب کې د نویو مضامینو په راوړلو او هاغوی د تیورۍ تر لمن لاندې راوستلو له کبله به دا کتاب د ادبیاتو د تیورۍ په برخه کې یو ډېر ارزښتمن کتاب وګڼل شي.

دوهم:
د اثر د لوستلو ژبه ډېره ساده، عام فهمه او د زده کړیالانو له سویې سره متناسبه ده، په دې معنا چې ساده، روانې او ورځینۍ محاروې ته ډېره نژدې ده.
د اثر لیکوال پېچلي او مغلقو عبارتونو ته ځای نه ورکوي، نامانوسې کلمې او اصطلاحات نه راوړي، د علمي استدلال لپاره ځای، ځای ولسي کیسه یا شعر درته مخته ږدي او د تیورۍ متن درته په مثال کې تشرېح کوي، چې دا چاره لوستونکو سره د هاغوی په اسانه تفهیم کې خورا ښه او مثبت رول لري.

درېیم:
د کتاب لیکوال ته تر ځان دا مهمه برېښېدلې چې څنګه لومړی زده کړیالان د ادبیاتو په لغوي او اصطلاحي تعریف پوی کړي؟ تیورۍ او د تیورۍ په اصطلاحي معناوو جدي بحث وکړي او ادبیاتو د نورو څانګو (ادب تاریخ، ادبي کره کتنه، متن پېژندنه، ببلوګرافي او سبک پوهنه) سره یې اړیکې بربنډې کړي، یو بل سره یې لازمې او ملزومې وښيي او په دې ترتیب یې لوستوالو ته یې یو ښه، خوندور او جالب امانت ایښی دی.
د لیکوال ځان مې ځکه یاد کړ، چې لیکنۍ ژبه یې له صداقت، متانت، عاطفي توب، مسلکیتوب او بې پرې توب نه بلکل ډکه او سوچه ده، چون استاد د تشهیر محتاج نه دی او د هغه پوخ باور پر بنسټ چې “شهرت د علمیت غلام دی” استاد یوازې په خپل علمي تفکر تکیه کړې او د ضرورت وړ موضوعاتو او د هاغوی په سپړلو یې بسنه کړې ده.

څلورم:
دا کتاب د نورو ادبي تیوریکي اثارو په خلاف نوې خبرې او نوي مضامین لري.
د کتاب په لومړي فصل ۲۱ مخ کې د پلیجرېزم یا ادبي سرقت تر عنوان لاندې مهمې خبرې کوي او راته وایي: چې ادبي سرقت یوازې د نورو د اشعارو او لیکنو غلا نه ده، بلکې که یو شاعر/لیکوال خپله منل شوې خبره په بیا، بیا په خپل شعر/لیک کې کوي؛ دا هم د ادبي غلا یو ډول دی چې له ځانه غلا ورته وایي، له ځانه غلا ته په انګرېزي کې سېلف پیلجرېزم اصطلاح کارېږي، چې بلکل تازه او نوي معلومات دي، یوازې ځیرک لیکوال او شاعران له سېلف پیلېجرېزم نه ځان ساتلی شي او همېشه کوښښ کوي چې نوې خبرې په نوي نظر انداز کې وړاندې کړي.

پنځم:
پښتو نظم هر لوستي/نالوستي، لیکوال/شاعر لیکلی، خو تیورۍ ته له یو څو مشخصو پښتو عالمانو پرته بل چا په علمي او سیستماتیکه توګه کار نه دی کړی او نه یې د یوه څېړنیز کار په سترګه ورته کتلي دي. خو د ادبتورۍ ددې کتاب لیکوال د کتاب لوی فصل د نظم تیورۍ ته ځانګړی کړی.
لیکوال لومړی د نظم تعریف باندې تفصیلي بحث کړی، ورپسې یې د نظم په ځانګړو رنکنونو (وزن او اهنګ) ډېر منطقي او خوږ بحث کړی دی.
ماته کتاب د (وزن او اهنګ پېژندلو) په برخه کې نوې خبرې لرلې.
وزن: له کلیوالۍ اصطلاح نیولې تر علمي کارونګه په لغوي او اصطلاحي معنو معنا شوی او ورپسې یې عملي مثالونه ایښودل شوي دي.
اهنګ: د نظم اساسي توکی دی، دنده یې د غږونو منظول دي، په مجموع کې وزن او اهنګ د نظم هغه دوه مهم توکي دي، چې د نظم بنیاد پرې ولاړ دی، د لیکوال په

باور:
((وزن او اهنګ ځکه مهم دي چې ژبه له عادي حالت نه غیر عادي حالت ته اړوي، دا دواړه توکي د لفظونو تر مینځ د غږیز او منظم تکرار له وجهې مخامخ په مخاطب خپل اغېز پرېباسي او هغه د رنګ او خوند په ټال زنګوي.))
د کتاب لیکوال نظم لومړی د (مېسریزه او قافیه وال جوړښت له مخې په دوه (ولسي او نیمه ولسي) وېشي او دا هر یو له تعریف سره یو ځای د هاغوی د ژانرونو د نوم له ذکر سره مل یادوي.

دبېلګې په توګه، د ولسي نظمونه تر عنوان لاندې داسې لیکي:
ولسي نظمونه: ((هغه نظمونه دي چې د ولس په غېږ کې د ولس له هنري تجربو را مینځته شوي وي او د یوه ځانګړي ولس د ذوق، شوق، تخیلي او فکري تجربو څرګندونه کوي او کلتوري ارزښتونه په تصویري ژبه وړاندې کړي.
له دې تعریف وروسته یې دا نظمونه په دوه (سوچه ولسي او نیمه ولسي) نظمونو ویشلي، په مرتبه توګه د سوچه ولسي نظم په لفظي او معنوي برخو شني او هر یو ته خپل اصناف مخته ږدي، چې په ورو، ورو یې د چوکاټونو په تشرېح لاس پورې کوي او تیوري یې په ګوته کوي.
د اثر په همدې (درېیم فصل) کې نژدې ټولو ژانرونو ته تعریفونه شوي، او بیا د هاغوی بېلګې راوړل شوي دي، پدې ژانرونو کې له غزل نیولې تر قصیدې، بوللې، مثنوي، څلوریزې، قطعه، ترکیب بند، ترجېع بند، مستزاد، مسمط، مثلث، مربع، مخمس، مسدس، مثمن، معشر، چاپره نظمونه، ویاړنه، ستاینه، ساقي نامه، ویرنه، نسب نامه، ظنز، دیداکتیک، شهر اشوب، واسوخت، ځان پېښې، سانېټ، کېنټوز، هایکو، ټپیزه ټکوریزه، غزلیزه، نیمه ازاد نظم، ازاد نظم، نظم او شعر، سپین نظم او سپین شعر، موزون نظم او د شعر پېژندنې تیورۍ راوړل شوي دي.
زه فکر کوم چې په دومره لویه پیمانه د ادب تیورۍ تر بحث لاندې د نظم راتلل او بیا په دومره علمي طریقه هغه د اصنافو تر بریده توضېح کول د لیکوال ژوره پوهه او ځانګړی استعداد، تفکر او حوصله غواړي.
دا کار لوی زړه چاودون دی، ددې لوی زړه چاودون تمه له همداسې لویو استادانو کېدای شي او دا د ډېرې خوښۍ ځای دی چې د ادب تیورۍ په برخه کې موږ د یوه داسې جامع اثر خاوندان شو.

شپږم:
د کتاب څلورم څپرکی د هنري نثر په تیورۍ کښل شوی، لیکوال لومړی د نثر لغوي او اصطلاحي معنا کړې، بیا یې د استاد رښتین له قوله نثر په وزم وال او قافیه وال ویشلی، خو وروسته یې د استاد دا وېشنه د عمومي وېشنې په توګه نفې کړې او د تخلیقي هنري نثر تر چتر لاندې یې په ساده او مسجع نثر باندې وېشلې.
د لیکوال په اند:
((ساده نثر هغه دی چې ځانګړی اهنګ لري، کلمې، ترکیبونه او نحوي جوړښتونه یې د خلکو ژبه او سبک وړاندې کوي د ګرامري قواعدو او وزن تر اغېز لاندې نه دي، تصویري ژبه لري، پر لوستونکي یو ډول اغېز ښندي او خوند ترې اخلي.
خو مسجع نثر بیا هغه نثر دی چې کلمات، ترکیبونه او نحوي جوړښت یې پر سجع برابر وي، یانې د پای کلمې یې همغږې وي او په همدې همغږۍ نورې کرښې سره وتړي.))
پدې اساس د کتاب لیکوال د استاد رښتین د نثر دوه ډولونه وزم وال او قافیه وال د مسجع نثر تر عنوان لاندې ځای پرځای کوي او پدې ډول د نثر پېژندلو یوه نیمګړتیا او ابهام له مینځه وړي.
د هنري ادبیاتو د تیورۍ د راپېژندلو په لړ کې لیکوال هنري ادبیات په اپېک، لېریک او ډراماتیک ځېلونو ویشي او په هر اړخیز ډول یې توضېع کوي، که څه هم دا وېشنه له مېلاد نه درې نیمې پېړۍ شاته شوې خو د تیورۍ او نثري کتابونو نه په اقتباس او ادبي علمي پانګې په درلودلو سره لیکوال د نثري ادب دا برخه هم ډېره ښه تشرېح کړې ده.
د نثر د تیورۍ د پېژندلو په فصل کې ماته تر ټولو جالب بحث د شعر جوړولو د قوانیو په هکله و چې د شعر پېژندنې تر عنوان لاندې لوستل کېږي چې دا درې څانګې لري:
۱- متریکا: د شعر د نننۍ کچې، د هغه د وزن، نظم په هکله زده کړه ده.
۲- فونیکا: د غږونو د ترکیب په هکله زده کړه ده.
۳- ستروفیکا: د کرښو د ترکیب په هکله د شعر لیکنۍ زده کړه ده.
زما وړاندیز دادی چې د شعر پېژندې په هکله لومړی یوه تیوري را مینځته شي، لا پسې وغځول شي او په عملي مثالونو د شعر پېژندنې تیوري او علم عام شي.
د کتاب په همدې فصل کې د هنري یا تخلیقي نثر په نورو مختلفو ډولو لکه کیسه او بیا د دې کیسې په ضمني جزیاتو لکه موضوع، پېښه، پلاټ، کرکټر، تلوسه، زمان و مکان، صحنه او منظره مکالمه، لیدلوري تخیل، پیل، اوج او پای او د کیسې په پیغام تفصیلي بحث راغلی دی. ورپسې د کیسه ییزې ژبې ځانګړنې یو ځانګړی عنوان توضېح شوی او د ډرامې، د هغې ډولونه، طنز ادبي لیکونه ادبي راپورتاژ، یونلیک، ځانپېښې، د خاطره لیکنې شالید ادبي ژوند لیک، ادبي ټوټه او تکل په جلا، جلا عنوانونو کې په خوږه، منطقي او کرونولوجیکي توګه توضېع شوي دي.

اووم:
د کتاب پنځم څپرکی د ناول او رومان تیورۍ ته ځانګړی شوی، دا فصل هم لکه د مخکنیو فصلونو لومړی لیکوال عنوان په لغوي او اصطلاحي ډول راپېژني، بیا یې په جوړښت بحث کوي او په جزوي مسایلو تم کېږي، خوږ او روان بحث پرې کوي او په ورکوټو عیني او واقعي مثالونو باندې قناعت راکوي.
دا فصل دا پوښتنې خورا مستدللې ځوابوي:
ناول څه ته وایي؟ دناول بنسټيز توکي کوم دي؟ د ناول کیسه، پلاټ، مکالمه منظر کښنه او کرکټرونه په ناول کې څه ارزښت لري؟ ناول او رومان باید څه ډول وي؟ ناولټ او ناول څه توپیر لري که نه؟ رومان ته څه وایي؟ رومان څه ډول جوړښت لري؟ د جوړښت له مخې څو ډولونه لري؟ د مینځپانګې له مخې څو ډولونه لري؟ د پېښو رومان کوم دی؟ او د شخصیت رومان کوم دی؟ 

اتم:
او د کتاب وروستی شپږم فصل ادبي فنون او ادب تیوري ته ځانګړی شوی.
ادبي فنون د عربي ژبې له مقدس کتاب قران کریم نه اقباس شوی او لومړنی مقتبس یې عبداله بن معتز دی، فنون د فن جمع ده او دا علم د کلام، وینا، شعر او نثر د ښکلا، خوند پیدا کولو او په زړه پورې کولو ته کارېږي. موږ چې د ادبیاتو د کورنۍ غړي یو، خبرې، شعر، وینا او نثر مو باید د ادب په فنونو او رموزو مالامال وي او د ویناوالۍ ددې کلام له کبله مو باید د ژبې فصاحت او بلاغت زیات او اغېزمنوونکي وي، له دې کبله جدي اړتیا ده چې د ادبي فنونو (بدېع، بیان، معاني) تیورۍ باندې له سره بحث وکړو، د زمانې له غوښتنو او شرایطو سره برابر تغیرات پکې راوړو او په ادبي پېمانه کې یې لوستوالو ته وړاندې کړو، تر څو په شعري، نثري او ویناوالۍ چوکاټونو کې لذت، ښکلا او ادبي خوږلښت پیدا کړو او ادب په سهي معنو ادب کړو.
خوشبختانه به ووایم چې استاد ازمون دا زحمت ایستلای، د فنونو د ټولو وړ صنفونو، ژانرونو او … تیوري یې کښلې او هر اړخیز بحث یې پرې کړی دی.
پدې اثر کې د خوند یو بل ټکی دادی چې دا اثر یوازې د ادبتورۍ په برخه کې د لوستوالو تنده نه ماتوي، بلکې له ادبي تاریخ نیولې تر کره کتنې، سبک پوهنې، متن پېژنې، کیسه ییز ادب، فولکلور پوهنې او بلاخره ادبي فنونو د علمي څانګو پوره معلومات په ځان کې لري او په اسانۍ لوستوال کړای شي؛ چې خپلې ډېری مسلکي ربړې په همدې څېړنیز اثر کې هوارې او د خپلې خوښې وړ موضوعاتو باندې خپله علمي او ادبي تنده ماته کړي.
پخوا د څېړنې اصول یوازې د نورو له اثارو تر اقتباساتو محدود وو، خو استاد ازمون لومړی د تیورۍ اړوند (۹۰) اثار مطالعه کړي، بیا یې هغه د چا خبره “شیروار” پکې کړی او بیا یې “کوچ” ترې را ایستي دي. ددې اثر ښېګڼه په دې کې ده چې استاد د څېړنې له اصولو سره برابر په زیاته پیمانه خپل نظر پکې څرګند کړی، د هر ژانر له توضېع وروسته یوې خلص نتیجې ته رسېدلی او د خپلې ژورې مسلکې پوهې په مټ یې د جنجالي موضوعاتو حل لوستونکو ته مخته ایښی دی.
په شینواریزه مینه




تبصره وکړئ

avatar
t