نظم/حفیظ همیم

نظم/حفیظ همیم

لکه غوڅې له مرغيو کړې وزرې
بيا يې بندې وږې تږې کړې قفس کې
نه يې خيال د الوتو وځي له سره
نه وتل يې له قفسه وي په وس کې

قفس واخلې او په دښته کې يې پرېږدې
او وسعت د دښتې لوی وي له دنيا نه
د قفس بندې مرغۍ نه له دې دښتې
او نه خوند شي اخيستلی له هوا نه

ډلې ډلې مرغان ګرځي په هوا کې
رنګانګ سندرې وايي او نڅېږي
د قفس بندې مرغۍ څه ملامتې
که له کرکې يې پرې سترګې نه رڼېږي

دښته لویه که وړه ده؟ دوی يې څه کړي
اسمان ټيټ دی او که لوړ دی بې مانا دی
دوی د باندې له قفسه وتل غواړي
دوی وزر غواړي د دوی ضرورت دا دی

خپلې هيلې مې همداسې کړې راټولې
او امکان د الوتلو مې ترې واخيست
چا راکړې يوه ډالۍ وه، کړه مې خرڅه
او سامان د ځان وژلو مې پرې واخيست

نن ماښام وروستی لکچر دی پوهنتون کې
محصلینو ته پر زغم باندې غږېږم
پوهوم يې رابطې لکه مرغۍ دي
په بديو د غنم باندې غږېږم




تبصره وکړئ

avatar
t