د رسنيو د راپورونو په حواله، د جرمني د ګرونيز ګيوابله موزيم څخه د دوشنبې په ورځ غلا شوې ده.
شنه طاق يا ګرونيز ګيوابله د اروپا په کچه د خزانو يوه لويه مجموعه بل کېږي.
ويل شوي دي، غله موزيم ته ورننوتي دي او د اتلسمې پېړۍ د جواهراتو درې بستې يې غلا کړي دي.
د درسدن د هنري اثارو د خزانې مشر ماریون اکرمن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د شاوخوا سل قلمه دغو غلا شویو توکو ارزښت فوق العاده زیات دی.