ننګرهار: د اصنافو له رئيس او بېلابېلو صنفونو له مشرانو سره وليدل شول

ننګرهار: د اصنافو له رئيس او بېلابېلو صنفونو له مشرانو سره وليدل شول

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رئيس رحيم الله خوږياڼي د ننګرهار اصنافو له رئیس ښاغلي الحاج شکرالله جلندري او د بېلابېلو اصنافو له مشرانو سره د خپل کار په دفتر کې وليدل.

یاد ریاست یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي؛ په دې ليدنه کې د اصنافو رئیس ښاغلي جلندري د اطلاعاتو او فرهنګ نوي رئيس ته د مبارکۍ تر څنګ د همکارۍ ډاډ ورکړ او په يو لړ مسايلو يې خبرې وکړې.

هغه وويل:

«د حکومت چوکۍ يو ازمايښت دی، هغوی بريالي دي، چا چې ولس او هېواد ته کار او خدمت وکړ، موږ حاضر يو له فرهنګ رياست سره همکاري وکړو او په ښار کې د لوحو سمونې په اړه خپل مسووليت تر سره کړو.»

په دې ناسته کې د کتاب خپرندويه ټولنو او کتاب پلورونکو د اتحاديې مشر قاري سبحان الله هم خبرې وکړې، د خپلې اتحاديې له خوا يې د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او ځېنې ستونزې يې مطرح کړې.

هغه وويل:

«زموږ په کتابونو زيات محصول راځي، زموږ هيله دا ده، چې په کتاب محصول راکم شي، تر څو موږ په ارزانه بيه کتاب ټولنې ته وړاندې او د مطالعې مينه وال وکولای شي، په کمه بيه کتاب وپېري.»

ښاغلي سبحان الله دا هم وويل، چې پخوا په ديني کتابونو محصول نه و، خو اوس له موږ څخه محصول اخېستل کېږي، کله چې د کتاب قيمت لوړ شي، د خلکو وسه نه رسي، همدا لامل شي، چې د مطالعې مخه ونيول شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس له راغلو ښاغلو مننه وکړه او د ښاري فرهنګ په پلې کېدا کې يې د اصنافو رول مهم وباله.

هغه وويل:

«زموږ او ستاسو شعبات به جلا وي، خو کارونه او فکر مو مشترک دی، موږ په يوازې ځان کار نه شو کولای، چې فرهنګي ارزښتونو ته کار وکړو، تر څو چې تاسو موږ ته د همکارۍ لاس رانه کړئ. موږ نيت لرو د ښاري فرهنګ د ترويج او لوحو سمونې په برخه کې له مخابراتي شرکتونو سره وګورو، چې د ښار ټولې لوحې راته جوړې کړي، که په دې برخه کې موږ ته برياليتوب نصيب شو، هټۍ وال به بې لګښته هغه لوحې تر لاسه کړي، چې په ډېر ښکلي انداز به جوړې شوې وي، خو که چا د همکارۍ لاس رانه کړ، بيا به موږ اړ يو چې د اصنافو محترم رياست په همکارۍ دغه چار تر سره کړو.»

په دې کتنه کې د چاپخونو اتحاديې مشر ډاکتر همدرد د چاپ په اړه خبرې وکړې او له کتابدارانو يې وغوښتل چې خپل کتابتونه د پېښور پر ځای په خپل کور دننه چاپ کړي. هغه وويل موږ د کتاب چاپ هر ډول اسانتيا لرو.

د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ښاغلي خوږياڼي وويل:

«د کتابدارانو ټولنه چې کومې ستونزې لري، موږ ورسره همکارۍ ته تيار يو، د کتابونو د محصول په برخه کې به د مسوولینو سره ووينو، چې قانوني لاره ورته پيدا کړو. موږ غواړو په لنډه راتلونکې کې د کتاب نندارتون جوړ کړو، غواړو له دې لارې د مطالعې فرهنګ ته کار وکړو، د کتاب لوستلو ته ځوانان راوبولو او کتاب ته بازار موندنه وکړو، چې په دې اړه د کتابدارانو ټولنې همکاري موږ ته اړينه ده.»

د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس د کتابدارانو له اتحاديې وغوښتل چې د نندارتون پر مهال بايد دوی کم تر کمه شل سلنه تخفيف اعلان کړي، چې د کتاب مينه وال وکولای شي په مناسبه بيه کتاب تر لاسه کړي.

په دې ليدنه کې ګډونوالو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.



راپور لیدنه ناسته
t