د نشه يي توکو په ضد د حکومت مبارزه څومره بریالۍ او ګړندۍ ده؟

د نشه يي توکو په ضد د حکومت مبارزه څومره بریالۍ او ګړندۍ ده؟

شاه اغا اکرمي سیاسي کارپوه

د نشه يي توکو په ضد د حکومت مبارزه صرف د کاغذ پر مخ همېشه پاته سوې او چنداني عملي ګامونه په دې اړه نه دي اخیستل سوي، هر کال ځانګړې بودیجه د نښه یي توکو په وړاندي د مبارزې وزارت ته ورکول کېږي، تر څو د مخدره موادو د کرلو او قاچاق مخنیوی پرې وکړي، خو متاسفانه په یوه او بله بهانه دا پیسې شخصي جېبونو ته لوېږي او ډېر لږ اقدام د مخدره توکو د محوه کولو لپاره کېږي چي دا پروسه ځکه رښتیا هم چنداني نتیجه نه ورکوي. که چیري وخت ناوخت منظم عملیاتي پروګرامونه د همدې وزارت له لوري عملي کېدلای او د زړه د اخلاصه کار ورته کېدلای، نو نن به موږ له دومره بدبختیو سره نه وای مخامخ، ځکه نن سبا په ټول هیواد کي تقریباً درې میلیونه په مخدره موادو روږدي کسان وجود لري چي دا ارقام واقعاً د اندېښنې وړ دي، ځکه که چیري حکومت کوم جدي اقدام او مبارزه کولای، نو نن به دا ارقام ډېر کښته وای او له بلي خوا یاد وزارت او حکومت دا دنده لري چي باید د عامه پوهاوي پروګرامونه په لاره واچوي او خلک د مخدره موادو د زیانونو څخه خبر کړي. له بلي خوا څخه علماءکرام هم دا دنده لري چي د ممبر او خطبو له لاري او لکه څرنګه چي د اسلام په مقدس دین کي د نشه يي توکو استعمالول حرام کار بلل سوی، نو باید خلک ترې خبر کړي، خو د نړۍ په سطحه افغانستان د مخدره توکو د تولید او قاچاق لوی مرکز بلل کېږي او له دې لاري ډېری پیسې پیدا کوي، ځکه خو ځیني حکومتي چارواکي د خپلي سیمي او علاقې اړوند مځکي کوم چي مخدره مواد پکي کرل سوي وي، له منځه نه وړي، ځکه دوی خپله ونډه ترلاسه کوي.

عصمت الله قایل ژورنالیست

څومره چي د یوه هيواد په کچه اړتیا لیدل کېږي د افغان دولت مبارزه د مخدره توکو په وړاندي پیکه او له ستونزو ډکه ده، ځکه چي تر دا مهاله هیڅ نه دی توانېدلی چي په لوړه کچه دا اندازه کمه کړي. د ترهګرۍ تر څنګ په خواشینۍ سره باید ووایم چي افغانستان د مخدره توکو په کارونه کي هم لومړی او دوهم مقام لري د پولیسو په چوکاټ کي د مخدره توکو پر ضد د پولیسو مدیریت شتون لري چي د یوه ولایت په کچه فعالیت لري چي دا د دې ایجاب نه کوي، چي په نړیواله کچه د مخدره توکو د تولید مخه ونیسي. افغان دولت د خپل نړیوال حيثیت د د ساتني په موخه مجبور دی، تر څو د دې بدمرغه توکو د کاروني او د هغوی د تولید مخه ونیسي. خو متاسفانه چي تر اوسه نه دی توانېدلی. مهم عناصر دا دي چي د کرکیلي او قاچاق مخه يې ونیول سي، خو تر اوسه لا هم دا ستونزه پر ځای پاتي ده او دې ته هم هیڅ راز پاملرنه نه ده سوې چي افغان کروندګر په خورا بد اقتصادي حالت کي راګير دی، چي د هغوی ژوند ته هم بايد پاملرنه وسي او د کوکنارو او نورو نشه يي توکو د کر لپاره ورته بدیل معایشت وړاندي سي.

رحمت الله سبا ټولنيز فعال

مخدره توکي د یوه هيواد لپاره د جګړې غوندي په زیان تمامېږي، اړتیا ده چي دولتونه د دې بدي پدیدې دله منځه وړلو لپاره اړینه مبارزه وکړي چي له بده مرغه افغان دولت تر اوسه نه دی توانېدلی چي د مخدره توکو په وړاندي څومره چي لازمه ده مبارزه وکړي او تر دا مهاله ویلای سو چي د دوی مبارزه په دې برخه کي خورا کم رنګه ده، ځکه له یوې خوا جګړه او له بله پلوه د جګړه کوونکو مخالفینو ملاتړ له دې توکو سره تړلی دی چي د دولت مبارزه یې خورا له ستونزو سره مخ کړې. دولت لومړی باید د کروندګرو او نورو هغو کسانو لپاره چي د دې توکو کاروبار کوي کاري زمینې او بدیل معایشت برابر کړي چي له هغه وروسته کولای سي ښه مبارزه وکړي او دا مبارزه په دې برخه کي ښه تمامېدای سي.

صفت الله ساروان د ځوانانو فعال

له بده مرغه چي د نشه یي توکو په وړاندي د حکومت مبارزه بې اغېزې او یو نمایشي بڼه لري، د نشه یي توکو غټ کاروباریان د حکومت دننه یو شمېر لوړرتبه چارواکي دي او یایي شریکان دي، که دا هم نه وي، نو باج اخیستونکي خویي خامخا دي، په تېرو اتلسو کلونو کي د نشه یي توکو په وړاندي د مبارزې په برخه کي میلیاردونه ډالر ولګول سول چي لویه برخه یې اختلاس او غلاسول، د نشه یي توکو کرکیلي او قاچاق کي بې درېغه پراخوالی راغلی، موږ د لښکرګاه په زړه کي د هیروینو د خرڅلاو د مرکزونو شاهدان یو، د هلمند پوهنتون شاه او د شنه کمربند ساحه چي د امنیې قوماندانۍ او ولایت مقام په دوه او درې کیلومتري کي پرته ده، هلته سلګونه معتادین پکي پراته دي او همدلته هیروینو د خرڅلاو مرکزونه دي. له بده مرغه چي په دې میلیاردونو ډالرو کي د معتادینو د تداوي لپاره یو معیار او لوی روغتون هم جوړ نه سو. په ټوله کي د نشه یي توکو په وړاندي د حکومت مبارزه پڅه او کم رنګه ده.

نذیراحمد رښتینی د پوهنتون استاد

د کلونو راهیسي د افغانستان په هغه ولایتونو کي چي د کوکنارو کښت کېږي او په وړاندي يې په میلیاردونو امریکايي ډالر مصرف سول. د بهرنیانو ستراتيژي او پالیسي په ظاهره دا وه چي دوی د کوکنارو د کښت په کمزورۍ او له منځه وړلو مصرف کوي، خو داسي نه وه. د کوکنارو د کښت څخه د دې منطقو د له منځه وړلو ستراتيژي داسي ډیزاینېدای سوای چي دوی دلته د منطقې د خلکو عمومي وضعیت ته پام کړی وای او دا يې تحلیل کړې وای چي دلته د کوکنارو د کښت وجه څه ده؟ ولي خلک کوکنار کري؟ بدیل يې څه کېدای سي؟ د دې پوښتنو جواب به يې داسي موندلی وای، چي پر منطقو بې کاري حاکمه ده، نور کښتونه ئې په خوارۍ نه ارزي، د دوی د ستړیا او زحمت بدل نه پکي حاصلېږي. که حکومت او بهرني ډونرانو دلته په سیمه کي لبنیاتونه، د پنبې فابریکه، د ممپلیو د غوړو د ایستلو فابریکه، د پندانې د غوړو فابریکه، د روبو جوړلو فابریکه او نوري کارخانې جوړي کړي وای هم به ئې ډالر پر ځای لګېدلی وای او هم به د دوی دغه زحمت؟ پر افغاني معاشرې د احسان ټکي پیدا کړی وای، اوس يې نه د کوکنارو پر ضد مبارزه د منلو ده او نه يې هم هڅي ګړندي دي؛ بلکي د دوی دغي مبارزې؟ لا هم د کوکنارو په کښت کي کثرت راوستلی، پخوا د کال په یوه فصل کي کوکنار کېدل، اوس يې په څلور سره فصلونو کي حاصل سته.

احمدشاه سپر سياسي شنونکی

ريښتيا هم نشه يي توکي او د هغوی کاروبار د افغانانو سخت په زيان تمام سوی او تر ډېره په دې لاره کي مبارزه هم تر ډېره بريده بې پايلي ښکاري، چي دا څه بېلابېل لاملونه لري: يو د دې لاملونو څخه اداري فساد دی، چي په افغانستان کي همېشه د کروندګرو څخه د نشه يي توکو په مقابل کي پيسې اخلي او په نتيجه کي هغوی ته د دې ناوړه کښت د کرلو اجازه ورکول کېږي. دوهمه خبره د دې ناوړه بوټي د مخنيوي په لاره کي بديل معايشت دی، لکه څرنګه چي لازمه ده او ښايي په هغه اندازه دا چاره هم د خلکو د قبول وړ نه ده، ځکه د نشه يي توکو د کروندګرو سره هم په دې اړه لازمه مرسته نه ده سوې، تر څو کروندګر د نشه يې توکو پر ځای يوه بله لاره ولټوي. بله خبره دا ده چي تر دې دمه لا په افغانستان کي د اوبو کافي بندونه نه دي جوړ سوي او کروندګر په دې هم نه دي توانېدلي، تر څو خپلو ځمکو ته په کافي اندازه اوبه ورسوي، زموږ ځمکه وال په ډېرو لوړو مصارفو باندي اوبه له برمو څخه په ماشينونو باندي راباسي، چي دا چاره هم تر ډېره بريده مصارف لري، دا مصارف خلک له نورو کښتونو څخه نه سي ترلاسه کولای، نو کروندګر ځکه مجبور دي، چي د نشه يي توکو په کرکيله لاس پوري کړي. يوه بله مهمه مسئله زموږ په بازارونو کي زموږ د امنيتي ځواکونو ضعيف برخورد د دې لامل سوی، تر څو ورځ تر بلي دلته د نشه يي توکو کاروبار هم زياتېږي او ورسره په ټولنه کي د دې ضررناکو توکو د معتادينو په شمېر کي زياتوالی راځي. زه په آخر کي وايم، چي دولت په دې برخه کي مسؤليت لري او بايد عدالت پياوړی کړي او د غيرقانوني کړنو لکه د دې ناوړه بوټو کرنه، قاچاق او استعمال مخه دي په کلکه ونيسي.



ټاټوبی او خلک

تبصره وکړئ

avatar
t