ننګرهار: خلکو ته د اقلیم د تغیر سره د توافق په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو

ننګرهار: خلکو ته د اقلیم د تغیر سره د توافق په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو

د ننګرهار ولایت د دریو ولسوالیو اوسیدونکو ته د اقلیم د تغیر سره د توافق په تړاو عامه پوهاوی ورکړل شو.

د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د اقليمي تغيراتو له کبله د رامنځته کيدونکو خطرونو د کمولو پروژې (CDRRP) له لوري د ننګرهار ولایت بهسودو، ښيوې او کامې ولسوالۍ د پنځلسو قريو ۳۰۰ نارينه او ښځو لپاره د اقليم د تغير سره د توافق د عامه پوهاوي روزنيز ورکشاپ پیل شو.

د یاد ولایت د رسنیو دفتر ویلي؛ د عامه پوهاوي دغه ورکشاپ چې د هرې ولسوالۍ لپاره به یوه ورځ ځانګړې شوي وي، چې هره ورځ به له يوې ولسوالۍ څخه سل کسو (شپيته نارينه او څلويښت ښځې) ته روزنه ورکول شي.

د کلیو پر اوسیدونکو سربیره په دغه روزنیز ورکشاپ کې د کليوالي خلکو ترڅنګ د کرنې ادارې، چاپيريال ساتنې رياست، د هواشناسۍ ادارې، د کليوپراختيا رياست، دسنديزې حوزې او د طبىيعي حوادثو سره د مبارزې رياست استازو ته هم روزنه ورکول شي.

سرچینې ویلي؛ د پروګرام په دوهمه ورځ د ننګرهار ولايت مرستیالې اغلې حبيبه کاکړ ، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست رئيس ډاکټر ضمير بهسودي، د اقليمي تغيراتو له کبله د رامنځته کيدونکو خطرونو د کمولو پروژې (CDRRP) عمومي ریس محمد یاسر ناصري، د پلان او برنامو امر عطالحق بشري هم ګډون کړی چې ورکشاپ یې له نزدې وليده او ګډونوالو نه يې وغوښتل وکړه چه موضوعات په دقت تعقيب او زده کړي او له خپلې کورنۍ او نورو کليوالو سره يې شريک کړي.

 



افغانستان خبرونه ننګرهار
t