راشـه له شـاه راباندې ستـرګې وتـړه لیونۍ !

راشـه له شـاه راباندې ستـرګې وتـړه لیونۍ !

پیغـلې په خوند خوند په اتڼ کې تـاووي لاسونه

ته وا په ګلو کې وړي ګلو کې راوړي لاسونه

راشـه له شـاه راباندې ستـرګې وتـړه لیونۍ !

بیا په اوږو راوچـوه بنګړي بنګړي لاسونه

که مرور شو سره خیر دی خو څوک مه پوهوه

لالیــه ! خـلک دغه اور تـه تـودوي لاســونه

زه پخپل مـرګ باندې خفه نه یم خفه په دې یم

چې اولادونه به مې چـاته غــزوي لاســـونه ؟

د زړې مېـلې ترڅنګ باغ کې بیا اور ولګیده

جلانه ! څوک د ونو منځ کې خوروي لاسونه ؟

سیدجیلاني جلان

کابل

۶ لیندۍ ۱۳۹۸

یادونه: مېله : کور




t