روشنفکر روشنیالی د آزادۍ درس راکوي

روشنفکر روشنیالی د آزادۍ درس راکوي

لیکنه: محمد یار یار

د ازادي غږ په هغه ځای کي را پورته کيږي، چيري چي اسارت وي.

ازادي بايد دموږ په چلند او عادت بدله شي.

دلته بايد د ازادي ناري زر ځله زياتي او زر ځله چټکي شي. ځکه دلته دواړه انسان او انسانيت په اسارت او فکرونه يرغمل شوي دي. دلته اسارت، اطاعت، پيروي په چلند او عادت بدل شوي دي او له نسله نسل ته انتقال کيږي او تر ټولو لويه تراژيدي او تاريخي غميزه خو دا دی چي دلته يو په بل پسي د ازادي له نه پخلاکيدونکو دوښمنانو اتلان او رهبران جوړيږي.

د مادي اړيکو بدلول ساده او اسانه کار دی. ستونزه د فرهنگ، عادتونو، ارزښتونو په بدلولو کي دی. ستونزه د ژوند او ژوند کولو دچلند په بدلون کي دی، کوم چي د موږ خبري کول، تلنه او چلند کول تعريف او لوری ورکوي. دلته د بدلون له پاره معجزه نه واقع کیږي او د غيبي مرستي لاس نه راکول کيږي. 

راځي، د ژوند او ژوند کولو لاره بدله کړو په انسان او انسانيت پسي ولاړ شو، ازادي په چلند او عادت بدله کړو تر څو په ټولنه کي موجود اسارت مات شي.




تبصره وکړئ

avatar
t