غزل- محبوب مشتاق

غزل- محبوب مشتاق

غزل

ډکي سترګي او ډار تېښته
له انسانه په کار تېښته

موږه ژوند هر چیرته وژني
که صحرا ده که ښار تېښته

شګي شګي هوا ګورم
ده په منډه، په لار تېښته

زه د صبر درد خوړلی
کیږي نه انتظار تېښته

شپه تمامه ستا په غېږ کي
او کومه سهار تېښته

بې نشې یمه نن مرمه
ته چي نه یې خمار تېښته

بې سندرو ماښامیه
له تا کیږي چیغار تېښته

هره ورځ مي وژني خیال کي
یو بېوسه اغیار تېښته

ځان ته ښه یمه مشتاقه
چي کومه له یار تېښته

م مشتاق




t