ولې؟ – عبدالغفور لېوال

ولې؟ – عبدالغفور لېوال

دښته
د وینو وږم
داسې پر سر اخیستې،
لکه تاوجن لړمون چې لمرته وچوي.
بېشمېره مړه سرتیري
ورو ورو ګرمۍ ته لکه ژۍ پړسیږي
خدایزده چې څومره مړه دي؟
لس زره ؟
نه
لس ځلې لس لس زره
ښايي تر دې نه هم زیات.
دوی،
ګردسره ما وژلي
زه “اشوکا”* یم
هو،
اشوکا، د “موریايي بیندوساره ” له پښته
ومې وژل
ومې وژل
ستړی شوم
نه،
موړشوم.
وروستی دوښمن سرتېری
ټپي پرزمکه پروت و
ما یې په زړه کې توره خښه کړله،
یو څه یې وویل…
چې کاشکې مړ وای تر پوښتنې وړاندې
يوه پوښتنه، بس یوه کلیمه
یوازې درې توري، په لنډ ځګیروي کې :
“ولې …؟ ”
اخ، چې لعنت پر “ولې”!
داسي پوښتنه چې ځواب یې نه شته.
ولې مې ووژل، دا ټول وګړي؟
ولې؟ د څه لپاره؟
ټپي سرتیری مړشو،
خو
” ولې؟ ” یې پرېښودله.
هو ریښتیا،
ولې ؟ ولې؟
ولې مې دوی ووژل؟
که مې بچي یا لمسي
ـ چې له لمنې د ښایسته ګندارۍ وزېږېدل ـ
ما یوه ورځ وپوښتي:
یه بابا
ولې؟ ولې ؟
ولې دې زموږ په شان د ښکلیو ګلالیو ماشومانو باباګان ووژل؟
د څه لپاره دې په دښتو کې د وینو له ډنډونو نه لمر وشرماوه؟
زما ځواب به څه وي؟
اخ خدایه ستړی یمه،
نه ستړی نه یمه، په وینو موړ یم.
یه ترما روسته قاتلانو واورئ !
یه په ښارونو کې د واک خدایانو
یه پهلوانو سرلښکرو په یاغي دښتو کې
نه وایم : مه یې وژنئ،
نه وایم : خون مه کوئ،
نه وایم ځان په وینو مه مړوئ…
خو که یو وخت مو دې پوښتنې ته ځواب ومونده
د خدای لپاره او د خپلو ماشومانو پر سر
چې ما ته هم ووايئ:
د دغې “ولې ؟” ځواب
هغه سرتیري، چې نن ما ووژل،
که مو د دوی د بچو
یوې پوښتنې ته ځواب ومونده،
که مو قانع کړل، چې ما ولې د دوی ښه پلرونه ټول ووژل؟
نو ما پرې هم خبر کړئ !
ښايي تر زرو کلو…
نه،
ښايي چې زر وارې زر ـ زر کلونه
زما سرګردانه اروا
په هر یو ښار او یا په هرکلي کې
په هره دښته او مېره کې چې جګړې پیښيږي
هرځای چې تورې د نازکو اورمېږونو شاهرګونه ریبي
زه به هم هلته سرګردانه ګرځم،
زه به هم هلته له هرڅاڅکي وینې
او له هر درد سره یوځای بونګیږم
لکه روستی ځګیروی د مړه سرتیري
له هرځګیروي سره به یوځای پوښتم:
ولې؟
ولې؟
ولې ؟

—————————————————-
*په هیندوستان کې د موریايي لړۍ پاچا، د بیندوساره زوی، اشوکا ۲۲۸۹ کاله مخکې پاچا شو. پرېمانه وینې یې وبهولې او تر ډېرو وژنو روسته یې توبه وایسته.
ګندارۍ د ده مېرمن وه، چې د لرغوني اراکوزیا ښکلې شاهزۍ بلل شوې ده.




t