کيسه ګۍ / عصمت صالح

کيسه ګۍ / عصمت صالح

ماشوم پوزه پر لستوڼي کش کړه، ګړنګ یې تېر کړل، تر څنګ ناست سپینږیري ته یې وکتل:

—  بابا زموږ وطن چا ړنګ کړ؟ زموږ مالم صاب خو هر وخت دا خبره کوي، خو دا نه وایي چې چا ړنګ کړ.

د بوډا تندی ګونځې شو، له رڼو عینکو پاس یې ور وکتل:

—  هغه چا ړنګ کړ چې ټوله شپه به یې هلکان ګډول، کونه به یې ورکوله او نور به یې غوول…
پر توشکه ناسته نجلۍ وپرنجېده، ستنه یې پر دسمال وټومبله، کارګا یې څنګ ته کېښود، د سړي خبرې یې پرې کړې:

—  بابا خیر دی د هلک په مخ کې داسې خبرې مه کوه، بیا یې زده کوي، پرون هم له جوماته په ژړا راغی، ما چې د ګاونډي له زوی پوښتنه وکړه، ویل یې چې د ملا په مخ کې یې بل هلک ته بدې خبرې وکړې…

بوډا وټوخل، رڼې عینکې یې پورته کړې، نجلۍ ته یې وکتل:

—  اخ بچۍ ته ښه وایې، خو څه وکړم، زړه مې درد کوي، کاش ما د هغو خلکو دا کارونه پخپلو سترګو نه وای لیدلي…

بیا یې ماشوم ته مخ کړ:

—  هلکه بل وار بدې خبرې درچې وا نه ورم!




t