دوهم واده د سړي عمر زیاتوي

دوهم واده د سړي عمر زیاتوي

دوهم واده دانجونو زیاته فیصدی راکموی

دوهم واده دانجونو دکمښت له وجهی ددوی قدر زیاتوی

د برتانیې د شیفلیډ پوهنتون څیړونکو د دویم واده د ګټو په اړه تر یوې څیړنې وروسته اعلان کړي دي.

دغه څیړنه د روغتیا د نړیوالې ټولنې لخوا د چمتو شوې یوې احصائیې پر بنسټ ترسره شوې.

نوموړې ټولنې دغه احصائیه په هغو هیوادونو کې چمتو کړې چې ګڼ ودونه په کې مجاز دي.

د روغتیا د نړیوالې ټولنې په راپور کې د ګڼو ودونو د مثبتو پایلو یادونه شوې او ویل شوي
چې د دوه ښځو د خاوند د نورو کسانو پرتله د ۱۲ فیصدو په اندازه زیات عمر لري.

ډیلي میل ورځپاڼه د یادې څیړنې په استناد لیکي: کوم سړي چې څو ودونه کړي وي د سپین ږیرتوب پر مهال ئې ښه پالنه کیږي او زیات عمر کوي.

همدارنګه د برتانیې په « بت سپا » پوهنتون کې د ارواپوهنې ډاکټران وايي:

“که ته څو ښځې ولرې نو ښه به پالل کیږې، او تر ډیره به ژوندی وې”.

نوموړی د څو ودونو د فایدو په لړۍ کې زیاتوي:

“مونږ ته دا ثابته شوې چې آن که چیرې یو مجرد سړی له یو داسې چا سره مقایسه کړو چې یو واده ولري، د یو واده د خاوند عمر لا د مجرد په پرتله زیات وي”.

د یادونې وړ ده چې دغه څیړنه په مجموعي توګه د استناد وړ بلل شوې، او ممکن په استتثائي حالاتو کې د مقایسې نتیجه بل ډول وي.

داکتره مریم زینب




t