یونس ایمرې

یونس ایمرې

شفيع الله تاند

د ترکانو منلی شاعر یونس ایمرې رایاد شو، میرمن اعوان د اناتولیه دې درویش، صوفي او خدای ورکړیو وړتیاوو برخمن شاعر یادونه چې په کومه مینه او شوق سره وکړه، ته وا د شوق اور یې لمبه کړی،هغې د ایمرې په ملي او یووالي کې غرقې شاعرۍ څو بیتونه وویل او یوه په زړه پورې پېښه هم .

د مولانا جلال الدین رومي د وخت سړی و ،او په دوهم رومي مشهور هم دی،خو په دواړو کې توپیر د څرګندونې وـ د مولانا رومي شاعري هغه مهال د ترکیې په شتمنو وګړو کې د دود شوي فارسي ادب له امله بیخي ځانګړې وه، او د ایمرې شاعري د نه اظهار له امله یوازې په عامو خلکو کې مشهوره وه، یعنې په کلیوالو سیمو کې یوازې په ترکي ژبه ویل کیده ـ د شعر ژبه یې ساده،مفهوم واضح، تشبهات، استعارې عام فهمه او د ژبې خوږلني یې په وتلیو شعرونو کې د غناء او نغمو دومره درانه وو چې کله به د صوفیاوو په محفلونو کې د موسیقۍ په بدرګه ویل کیدله، نو خلک به په وجد کې راتلل ـ
د یونس ایمرې په اړه ویل کیږي چې ډیر خوږ غږیده، کله چې به یې د سیند په غاړه د قرآن تلاوت کاوه، ته وا روانې اوبه ورته ولاړې دي ـ

یوه ډیره په زړه پورې کیسه یې هم وګورئ ـ

یونس ایمرې د قونیې سفر پر مهال له مولانا رومي سره ولیدل، مولانا ترې د خپل مثنوي په اړه وپوښتل ـ ایمرې ورته وویل” ډیر ښکلی،ډیر لوی، ډیر لوړ شاهکار ـ خو ما به لږ په بېله طریقه لیکه ـ” مولانا د حیرانۍ څرګندونه وکړه ویې پوښت ” هغه څنګه” ـ یونس وویل ” زه له آسمانه زمکې ته راغلم ـ د غوښې له پوستکي مې کالي واغوستل او ځانته مې د یونس ایمرې نوم ورکړ” ـ

د ترکیې دې منلي او وتلي شاعر زمانه خواوشا ۱۲۳۸ تر ۱۳۲۰ پورې ده ـ د زیږیدنې ځای یې د صاري په نوم کوم کلي کې دی ـ هغه وخت په قونیه د سلجوق ترکانو حکومت و ـ مولانا رومي له شمس تبریز اغیزمن و ـ همدا شان یونس تیمرې څلوېښت کاله د خپل استاد شیخ تاپدوک ایمرې په خوا کې تیر کړي ـ د هغه په نګرانۍ کې یې د قرآن و حدیث په علم کې کمال ترلاسه کړ ـ د طریقت له اسرار و رموز سره اشنا شو ـ د هغه په شعرونو کې رباعيانې،سندرې،نظمونه او غزلې ټول ترسترګو کیږي ـ وګورئ د شعر سادګي او ښکلا یې ـ

یو لفظ د چا مخ رڼولی شي د هغه شخص لپاره چې د الفاظو په قدر او ځای پوهیږي پوه شه چې لفظ څه وخت وویل شي او کله نه، اک یو لفظ د نړۍ دوزخ په اته جنتونو بدلولی شي.

یونس ایمری په دې خبره ټینګار کوي چې انسان باید ژوند د مینې او خوږې ژبې په اصولو تېر کړي ـ د هغه په فلسفه کې ټیټ پاس او توپیر هیچرې نشته ـ دا یوازې د انسانانو عملونه دي چې هغوی ښه او بد په ګوته کوي ـ ژوند باید د بخښنې او زغم،نرمښت او یووالي غوندې احساس تابع شي ـ

هغه په دې عقیده و چې تر خدایه د رسیدنې او بخښنې لار د دیني مشرانو او بیلا بیلو مذهبونو او مسلکونو د ډلو امامانو له مخې نه بلکې دا د انسان دوستۍ او انسانیت ته د درناوي له لارې شونې ده ـ هر مذهب او هره مذهبي فرقه بل مذهب او ډله دوزخي یادول او ګڼل ډیر ناسم کار دی!!، د نړۍ هر مذهب د انسانیت د ښیګڼې او ښیګړې درس ورکوي ـ د دې مذهبونو او انسانانو له درناوي،خدای سره ریښتونی عشق پیدا کیږي ـ

د ایمرې دا وینا څومره ښایسته ده ـ د حق دین په سر کې دی، پر سر کړل شویو پګړیو او دستارونو کې نه ـ

ایمرې د حقیقي عشق مینوال او بندي و، شاعرۍ کې یې صوفیانه علم، عاجزي او د انسانیت بې بریده جذبه تر سترګو کیږي ـ

یونس ایمری په ترکانو کې ډیر منلی و، په اصل کې د هغه شاعري د ترکانو د ملي مزاج ښکلې انځورګري ده ،د ترک ملت د زړورتیا او ځانساتنې او بساینې څرګندونه ده ـ همدا لامل دی چې شعرونه یې د عامو او خاصو په ژبه دي او اوس په بهر نړۍ کې هم پیژندل کیږي ـ لامل یې په اصل کې د هغه شعر پخپله مورنۍ ترکۍ ژبه دی ـ د هغه د هم مهاله مولانا رومي شاعري په فارسي ژبه کیدو له امله د هند په نیمه وچه او د منځنۍ آسیا په هیوادونو کې ډیره په زړه پورې او د هر چا د خوښې ده، خو اوس په انګلیسي ژبه د ژباړې له امله د یونس ایمرې مینوال د یونس په وړتیاوو پوهیږي ـ د هغه د فن او کلام له سادګۍ،ځواکمنۍ او فلسفې سره اشنا کیږي، موږ یې هم منندوی یوو چې وخت یې راکړی او له یوې سترې هستۍ سره یې مخ کړو.

( د سلمیٰ اعوان له یونلیک اخیستنه)

نور بیا …




t