د «ژوند ښکلی دی» تر سرليک لاندې مشاعره تر سره شوه

د «ژوند ښکلی دی» تر سرليک لاندې مشاعره تر سره شوه

ننګرهار کې د ژوند ښکلی دی تر سرليک لاندې مشاعره جوړه شوه.

په د مشاعره کې ګڼو فرهنګیانو او شاعرانو ګډون کړی و.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس رحیم الله خوږیاڼي شاعران ارزښتونو ته وبلل او شعر يې د اذهانو د تنوير وسیله وګڼله.

ښاغلي خوږياڼي وويل:

«شاعر مسووليت لري، چې د ټولنې د فکري ودې له پاره کار وکړي او ټولنه مثبت لور ته رهبري کړي. هغه شاعرانو ته ښه راغلاست ووايه او د دوی احساس يې وستايه.»

د اطلاعاتو او کلتور ریاست یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ له مشاعرې وړاندې ښاغلي انجنير ستانه مير زهير او استاد فضل الله رشتين هم خبرې وکړې، دغو مشرانو د شعر په ارزښت او د شاعرانو په مسووليت بحث وکړ او ځوانو شاعرانو ته ېې لازمې سپارښتنې وکړې.

سرچینه وايي، بیا مشاعره پيل شوه، چې په کې ښاغلی عزت الله ځواب، ښاغلي پېجه وال، ښاغلي امجد خاورين، ښاغلي انجنير عبدالله خليل او تر شلو زياتو شاعرانو خپل شعرونه وړاندې کړل، چې د برخه والو د پاملرنې وړ وګرځېدل.

په مشاعره کې د ښاغلي فضل الرحمن شمس او ښاغلي نقيب الله شينواري له خوا طنزيه کومېډي تمثيل هم وړاندې شو، چې د برخه والو د پام وړ وګرځېد.




t