ننګرهار کې د چاپېريال ساتنې په موخه د همغږۍ ناستې وشوې

ننګرهار کې د چاپېريال ساتنې په موخه د همغږۍ ناستې وشوې

ننګرهار ولايت چاپېريال ساتنې ادارې مسئولينو بلابېلو ادارو سره د چاپېرال ساتنې په موخه د همکارۍ او همغږۍ ناستې تر سره کړې.

ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس پوهنمل امین الله یوسفزي چې د څار او پلټنې او د ارزونې او بنسټیز پرمختګ مدیریتونو مسؤلینو یې ملتیا کوله د جلال اباد ښاروال روح الامین حسن، د يو شمېر ناحيو او ادارو مسئولينو سره ناستې وکړې.

د دې ناستو پر مهال د چاپېريال ساتلو، پارکونو او سرسبزيو ته د پاملرنې، په ياده برخه کې عامه پوهاوي او يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې اترې، بحثونه او پريکړې تر سره شوې.




t