د سولې په نامه مشاعره

د سولې په نامه مشاعره

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار سپین غر هوټل کې د وېښو ځوانانو ټولنې په نوښت د سولې تر عنوان لاندې مشاعره ترسره شوه،چې په کې ګڼ شمیر شاعرانو او د شعر مینوالو ګډون کړی وو.

د دې مشاعرې جوړونکي او وېښو ځوانانو ټولنې مشر عزیز خوږیاڼی وایي،د دې مشاعرې څخه یې موخه د شعر په ژبه د شاعرانو له لورې د سولې غږ بدرګه کول دي،ترڅو په دې هېواد کې دایمي ثبات او سوله رامنځته شي .

هغه زیاته کړه،ولس او په جګړه کې ښکیلې خواوې له جګړې ستړي دي او د نورو چارو ترڅنګ د شعر په ژبه د سولې څخه یادونه هم دا مهال ځانګړی تاثیر لري او د دې چارې په ډیریدو یې ټینګار وکړ.

د ګوشتې ولسوالۍ څخه د مشاعرې ګډونوال مولوي غلام الله خوښي وښوده،چې د سولې په موخه مشاعره جوړه شوې او له ځوانانو،علماؤ کرامو،قومي مشرانو او نورو څخه یې وغوښتل،چې د بېلابېلو لارو څخه د سولې رامنځته کېدو په موخه هلي ځلي وکړي .

وروسته د مشاعرې په څنډه کې د ګڼ شمیر شاعرانو له لورې د سولې اړوند لیکل شوي شعرونه ولوستل شول او هم یې د ترانم په کولو سره په هېواد کې د تل پاتې سولې غوښتنې وکړې .




تبصره وکړئ

avatar
t