ژوند د ارواپوهنې ځانګړی کتاب له چاپه راووت

ژوند د ارواپوهنې ځانګړی کتاب له چاپه راووت

راپور: عبدالجلیل امرخېل

د استاد شرف الدین عظیمي په لاس دا لیکل شوی کتاب د APC د نشراتو برخې له لوري د کابل ښار په یوه مطبعه کې چاپ شو او نن یې مخکتنه وشوه.

دا کتاب د ۵ بېلو؛ خو یوبل سره تړلو څپرکو لرونکی دی چې له ۵۰۰ ډېرو مخونو کې لیکل شوی دی. د ارواپوهنې دا ارزښتناک اثر په یوه مهال پر دواړو ملي ژبو (پښتو او دري) چاپ شوی دی.

د ژوند د کتاب څپرکي پر کوژدې او واده، ګډ ژوند، جنسي اړیکو، کورنۍ او د ماشومانو پر روزنه راڅرخي چې دا ټول اړین مسایل د یوې ټولنې بنسټیزه اړتیا جوړوي.

د ارواپوهنې دا ارزښتناک اثر له چاپ وروسته د مشهورو ارواپوهانو، مخورو او زده کړیالانو پر وړاندې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نندارې ته وړاندې شو.

د غونډې ګډونوالو د خلکو په ژوند کې ددې ارزښتناکه اثر ونډه اړینه وبلله او ټينګار یې وکړ چې دا اثر به د ډېری کورنیو مسئلو په حل او ټولنیز چلند بدلولو کې ډېر ګټور وي.

په غونډه کې استاد شرف الدین عظیمي له ګډون کوونکو نه تود هرکلی وکړ او د کتاب پر معرفي کولو سربېره یې وویل چې دا کتاب د افغان ټولنې د سختې اړتیا او د افغان کورنیو له اوسني وضعیت څخه د الهام اخیستلو پر بنسټ لیکل شوی دی.

هغه وړاندې وویل چې دا اثر دده د شاوخوا یوې لسیزې تجروبو، لوستنو، مفکورو او په ارواپوهنه کې د کار او درملنې پایله ده.

ښاغلي عظیمي زیاته کړه: د هېواد په ډېری کتابتونونو کې د ارواپوهنې په بېلابېلو برخو کې کتابونه شتون لري چې ډېری یې د هېواد له ټولنیز وضعیت سره جوړ نه راځي له همدې امله ډېر ګټور هم نه دي؛ خو د ارواپوهنې ددې کتاب یوازینۍ ځانګړنه دا ده چې د هېواد له کلتوري او ټولنیز وضعیت سره سم لیکل شوی دی.

همدارنګه ښاغلي عظیمي وړاندې وویل چې د لوستلو پر مهال به هر لوستونکی په دې کتاب کې خپل ځان وویني او له همدې مخې به د ځان ارزونه پیل کړي ځکه دا اثر د تجربه کولو او هېواد د کلتوري او ټولنیز وضعیت له څېړلو وروسته لیکل شوی چې د ژوند ټول اړخونه یې په ځان کې رانغاړلي دي.

د غونډې په وروستیو کې ښاغلي عظیمي د کتاب له لوستونکو او مخورو وغوښتل چې له لوستلو وروسته د کتاب تېروتنې یادښت او د APC دفتر ته وړاندې کړي تر څو په راتلونکي چاپ کې پاملرنه ورته وشي.




t