ولسمشر غني:  ټولو ولسواليو کې ۳۷۷ جوماتونه جوړيږي

ولسمشر غني:  ټولو ولسواليو کې ۳۷۷ جوماتونه جوړيږي

جمهوررئیس غني د پُل خشتي جامع جومات د بیارغاونې او مرمت چارو په اختتامیه مراسمو کې ګډون وکړ.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون د پُل خشتي جامع جومات د بیارغاونې او مرمت چارو د پای مراسمو کې ګډون وکړ او په دې جومات کې یې د ماسخوتن لمونځ ادا کړ.

جمهوررئیس غني پُل خشتي جامع جومات ته د ورتلو پرمهال چې د مشرانو جرګې رئیس، قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس، لوی څارنوال او یو شمېر وزیرانو او سلاکارانو یې هم ملتیا کوله، لومړی د پُل خشتي جامع جومات د لوحې پټۍ پرې کړه.

وروسته د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست جواد پیکار وویل، د پُل خشتي جامع جومات د لرغونتوب له اړخه په کابل کې دویم جومات دی چې په ۱۰۶۹ هجري قمري کال کې جوړ شوی او د امیر عبدالرحمن خان او وروسته د حبیب الله خان، غازي امان الله خان او محمد ظاهر شاه د سلطنت په دورو کې جوړ او بیا ورغاول شو.

هغه زیاته کړه، ښارجوړولو او ځمکو وزارت د جمهوررئیس د لارښوونو پر اساس د دې جومات د بیارغاونې او مرمت چارې د ۱۲۹ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۳۹۶ کال په پای کې پیل کړې او نن یې د بیارغاونې او مرمت چارو د پای مراسمو شاهدان یوو.

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست همداراز د بشپړو شویو پروژو او هغه پروژې چې د دې وزارت تر ډیزاین او تدارکاتو لاندې دي معلومات ورکړل او د تاریخي ابداتو د بیارغاونې او مرمت ملي ادارې جوړولو وړاندیز د منظورۍ او د پُل خشتي جامع جومات جوړولو په اړه د جمهوررئیس غني د لاسلیک شوي لیکلي تاریخي پیغام د یادونې او ملي ارشیف ته د سپارلو غوښتنه وکړه.

وروسته جمهوررئیس غني د پُل خشتي خطیب او لمونځ کوونکو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، نظافت د ایمان یوه برخه ده او متاسفانه دغه اصل د کابل ښار تر ټولو مقدسو ځایونو کې هم نه مراعتېږي.

هغه زیاته کړه: د خوښۍ ځای دی چې تاسې د پُل خشتي تاریخي جومات د بیارغاونې شاهدان یئ چې د افغانستان له لرغونو جوماتونو څخه یو دی او ۳۰۰ کاله مخینه لري.

جمهوررئیس وویل، هیله لرم د جوماتونو او اسلامي ځایونو په اړه زموږ ژمنه عملي شوې وي او د ښارجوړولو وزارت له همکارانو یې مننه وکړه چې د پُل خشتي جامع جومات جوړولو کې یې هڅې کړې دي او دا کار یې زموږ دین او فرهنګ ته ژمنتیا ښیي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، موږ باید د بیارغاول شویو ځایونو د ساتنې او څارنې لپاره اساسي اصول جوړ کړو، ترڅو د مدیریت د نشتوالي له امله هغه یو وار بیا له لاسه ور نه کړو.

جمهوررئیس وویل، د لوی الله (ج) شکر ګذاره یوو چې د جوماتونو او په ځانګړي ډول د پُل خشتي جامع جومات د جوړولو او بیارغاونې ویاړ یې راکړ او هیله لرم چې د افغانانو د اعتماد، عزت او ویاړ لامل وګرځي.

جمهوررئیس وویل، د هیواد په ټولو ولسوالیو کې د ۳۷۷ جوماتونو جوړولو کار دوام لري او په هغو ولایتونو کې چې جامع جوماتونه یې نه لرل ۲۶ جوماتونه جوړ شوي دي.

ورپسې د پُل خشتي جامع جومات خطیب او د جمهوري ریاست عالي مقام سلاکار مولوي عنایت الله بلیغ د اسلام مبین دین کې د جوماتونو جوړولو د اجر او ثواب په اړه خبرې وکړې او د پُل خشتي جامع جومات جوړولو او بیارغاولو ته یې د جمهوررئیس د پاملرنې مننه وکړه.

په پای کې جمهوررئیس غني د پُل خشتي جامع جومات د بیارغاونې او مرمت په اړه تاریخي پیغام لاسلیک کړ.




t