ليکوالي

ليکوالي

خالص اديب

محمد صدیق پسرلی د خدای وبښي، دده وینا ده؛ نه پوهېږم چېرته مې لوستې، که مې په شفاهي توکه له چا اورېدلې، اوراښاد به ویل:” که مو کومه ورځ لیکنه و نه کړه؛ دومره خو ولیکئ چې نن مې څه ونه لیکل”.

خبره مې تر دې کړه، یوه ملګري مې راته ویل:”ښه تکړه یم؛ خو نشم کولای، په لیکلو پیل وکړم”

دلته دوې خبرې دي، د پسرلي صاحب د وینا په تائید، که څوک څه نشي لیکئ؛ دومره خو لیکلی شي چې د نه لیکلو علت بیان کړي، همدا علت یې چې څرګند کړ، لیکل شول؛ نو که یو مبتدي لیکوال هره ورځ یاد عمل تکرار کړي خپله به یې قلم کښانده شي.

دویم خبره د ډار ده، له زیاتره کسانو سره وېره وي مثلاً که زه لیکنه وکړم، دا به څه رقم وي، یاګانې به یې سمې نه وي، جمله بندي به یې څه رقم وي، څوک به نیوکه راباندې وکړي؟؟؟ دا او دې ته ورته په لسګونه پوښتنې ورسره پیدا کېږي، که چېرې نوموړی شخص له ذهنه ډار لرې کړئ دا جراأت وکړي چې زه هر ډول نیوکه په سړه سینه منم، باوري یم چې تکړه لیکوال به ورڅخه جوړېږي.

نو یوه مبتدي لیکوال ته لازمه داده چې د نه لیکلو علت پیدا او له ذهنه ډار لرې کړي ان شاءالله روانېږي به لیکوالي جادو نه دی بلکې صرف جراأت غواړي.

۱۳۹۷ دلیندۍ ۷مه ـ کابل




t