خوشبو چې دې راکاږم دا مې ساه ته ضرورت دى

خوشبو چې دې راکاږم دا مې ساه ته ضرورت دى

د ژوند په شان اوبو هم مې هوا ته ضرورت دى

د خاورو مې راواخله اوس مې تاته ضرورت دى

زما د ټولې ورځې د وختونو اثاثه وي

سهار وختي مې ستا يوې مسکا ته ضرورت دى

ستانوم او ستا د مينې تصور چې پکښې غواړم

د تورو تيارو غار کښې مې رڼا ته ضرورت دى

احساس مې پرې مسکى شي ساه ډؤبى مې لرې لاړ شي

خوشبو چې دې راکاږم دا مې ساه ته ضرورت دى

ساده به ېمه ډېره خو په دې خبره پوې ېم

د نورو چې شوې پاتې اوس دې ماته ضرورت دى؟؟؟

سيده حسينه گل

مردان

٣٠نومبر٢٠١٩




t