د نوښتګر خیال دېرلسم ادبي او فرهنګي پروګرام ترسره شو

د نوښتګر خیال دېرلسم ادبي او فرهنګي پروګرام ترسره شو

د دېرلسم نوښتګر خیال ادبي مجلس پیل د پیوند مدني ټولني رئیس انجینر حکمت الله صلحي د ځوانانو د وړتیا لوړولو، شخصیت جوړوني، په علمي او فرهنګي پروګرامونو کي د ګډون په کولو او د نورو ولایتو څخه وه ځوانو شاعرانو او لیکوالانو ته په ښه راغلي او خوښۍ ښودلو سره وکړ.

دا اونۍ مو د نورو اونیو خلاف د پروګرام لومړۍ برخه د افغانستان د یو بل ګلالي ولایت لوګر څخه راغلی مېلمه شاعر، لیکوال او خیالي نوښتګر ځوان، ښاغلی نورګل تګابی صاحب! د خپلو لاسته راوړونو، هیوادني احساس او په لنډکي شعر کي د ځانګړي وړتیا لرلو له مخي وستاییۍ.

ورپسې د مشاعرې برخه درنو شاعرانو، د شعر او ادب مینوالو په خپلو خوږو شعرونو، د هیوادونو اړوند په جالبو معلوماتو او په زړه پورو مقالو وړاندي کولو سره ښکلې کړله.

د غونډي په وروستۍ برخه کي، د یادي غونډي ډېر قدرمن مېلمه شاعر او لیکوال نورګل تګابي د یاد پروګرام ارزونه وکړل.

ګلالي تګابي د ننني مجلس ښه ګڼلو تر څنګ په دې خوښي وښودل، چي د اوسني دور ځوان شاعران تر ډېره په خپلو شعرونو کي، نوي موضوعات، هیله بخښونکي خبري او رنګین تصویرونه راخلي، خواږه تګابي ددې تر څنګ ځوانانو ته د همېشني ګډون کولو سپارښتنه وکړل او له هغوئ یې وغوښتل، چي د خپل شخصیت جوړوني، او ذهن پیاوړي کولو لپاره تل په داسي علمي او فرهنګي مجلسونو کي ګډون وکړي.

تګابي همدارنګه د پروګرام له ترتیب کونکو وغوښتل، چي د لیکچرونو د لړۍ سره سره، ادبي کره کتنه هم په یاد پروګرام کي په دوامداره شکل ترسره کړي.




t