له حرمه تر حرامه – نهمه برخه

له حرمه تر حرامه – نهمه برخه

محمدي د رزمي فنونو استاد دی دنګه ښکلې ځواني لري
خو زه بيا د ده غوندې چست چابک نه يم
زما ځواني د وطن غمونو ، دردونو او ناخوالو خوړلې
له نيکه مرغه زه په خپله تېروتنه پوه شوم
چې ولې د محمدي غوندې نيک انسان
يو ځل ماته په چپه واوښت
ما خپل رب له ياده ويستلی وو
په محمدي مې ملا تړلې وه چې لاره کې به مرسته راسره کوي
همدغه زما تېروتنه وه
زه د خپل رب نه ډېر منندوی يم چې ژر يې خپلې تیروتنې ته
متوجه کړم
لږ لرې محمدي د دوو کسانو سره د سړک پر غاړه زما انتظار کاوه
نږدې ورغلم سلام مې پرې واچاوه محمدي وويل
حاجي صاحب مراد د کندز ولايت د چهاردره ولسوالۍ د حاجي رستم د کلي اوسېدونکی او دا بل ملګری پېښور کې د مردان اوسېدونکی دی
دوی شل کاله کېږي مدينه منوره کې ژوند کوي.
حاجي مراد سره مو څو شېبې مجلس وکړ
ده هم کوښښ کاوه ترڅو یو ډول زموږ سره خپله مينه اوخواخوږي ښکاره کړي
بلاخره په دې خبره مو توافق وکړ
چې حاجي مراد سره موټر کې د الحکل ښارګوټي ته لاړ شو
ملمستیا يې قبوله کړو
خو له ملمستیا وروسته به مو حاجي مراد بېرته همدلته راولي ملمستیا مو وخوړه حاجي مراد بېرته هغه ځای ته راوستو چې موټر ته يې پورته کړي وو
حاجي مراد مو رخصت کړ کور يې ودان
د وطندارۍ پاس يې پر ځای کړ
دوباره د الکحل په لور رهي شو شپه مو د الکحل ښارګوټي یو جومات کې تېره کړه د سهارله لمانځه وروسته هغه هوټل ته ورغلو
چې حاجي مراد پکې ملمستیا را کړې وه
له نیکه مرغه دغه هوټل د افغانانو و
د شپې مو له دوی سره پېژندګلوي نه وه شوې
خو سحر کې مو سره وپېژندل
زما خیرنې جامې يې پرېمنځلې تر څو چې جامې وچېدلې له دوی سره مو ښه بنډار وکړ
ډېر ګلالي زلميان وه، کور يې ودان د ورځې لس بجې مو ترې رخصت واخېست د مدینې په لور وخوځېدو
د ال هنديا وادي ته ورسېدو، د (ال هندیا) وادي له مکې نه (۳۲۰) کيلومتره لرې پرته ده
دغه وادي کې له یو پاکستاني الاصل امریکايي سره مخ شوو
نوم يې مختار احمد چوهدري و
څو دقیقې د ‎سړک پرغاړه ورسره ودرېدو
زموږ پر حال يې ځان خبر کړ حيران پاتې شو چې تاسو څنګه (۷) ورځو کې (۳۲۰) کیلو متره لار پلي راغلي ياست؟
کله مو چې د رخصت اجازه ترې وغوښته چوهدري وویل هيله کوم دوه دقیقې نورهم ودرېږئ چی په مړو سترګو مو وګورم
زه مکه معظمه کې خبر شوم چې څو ورځې کېږي
دوه کسان له مکې معظمې نه مدينې منورې ته پياده روان شوي
زه خاص د تاسو ليدلو ته راغلی يم څو دقيقې نور هم ورسره ودرېدو ډېره مينه يې راکړه چوهدري مو رخصت کړ
د ماسپښین لمونځ مو د سړک پرغاړه وکړ، نری نری باران ورېده ښايسته ښکلې هوا وه
په دې ورځ مې هم ډېر مزل وکړ
ماښام قضا د الطمح وادې ته ورسېدم ډېر ستړی وم، محمدي مخکې تللی و، زنګ مې ورته وواهه چې اوبه مې خلاصې کړي
که ډېر لرې نه یې تللی ودرېږه
محمدي وویل نږدې یم راځه اوبه راسره دي، نيم ساعت کې ورورسېدم محمدي سره هم اوبه لږې وې
تنده مې پرې ماته نه شوه
د وطني چای ارمان راغی، محمدي ته مې وویل
ډېره موده کېږي وطني چای مو نه ده څښلی، محمدي وخندل چې اوس خو ساده اوبه هم نه لرو او ته په دې بيابان کې وطني چای غواړې
له لږې دمې وروسته مو حرکت وکړ
محمدي بیا له ما مخکې شو ښایسته لار مخکې تللی و
چې زنګ يې راغی ويې ویل: دلته یو څوک درته انتظار دی
تیاره وه لاسي څراغ مې لږولی و
په څو دقیقو کې ورورسېدم، ګورم د یوغټ باروړونکي موټر چراغونه لګېدلي د موټر تر څنګ یو نوراني مشر د محمدي سره ولاړ دی
ستړي مشې مو وکړه
مشر سره مې پېژندګلوي وشوه، نوم يې حاجي فیض الله د خوست اوسېدونکی وو
څو دقیقې ورسره کېناستم حاجي فيض الله یو ډک ترموز وطني چای له ډول ډول کلچو سره راواخېست
زما مخکې يې کېښود
څو پیالې چای مې وڅښه دمه مې جوړه شوه
تیاره وه اوښکې مې چا نه لیدلې
د رب المنان شکر مې پر ځای کړ
د حاجي صاحب په روی مې ټولو خوستیانو ته د خیر دعاوې وکړې چې په پرديو ملکونو کې د مسافریو شپې تېروي او خپلو وطن مېشتوعزیزانو ته حلالې پيسې رالېږي
ما لا تراوسه خوست نه دی لیدلی
خو خبر یم چې خوست د خپل میړني ولس په مټ ډېر ښه آباد شوی رب المنان دې ټولو افغانانو ته توفیق ورکړي
چې له خوستي عزيزانو الهام واخلي
تر څو خپل وطن په خپلو مټو آباد کړي
حاجي فيض الله مو رخصت کړ شپه مو یو ښکلي او زړه راښکونکي جومات کې تېره کړه
سعودي کې جوماتونو ته ځانګړې پاملرنه کېږي
هر صغیره جومات يې زموږ د جامع جومات نه ډېرامکانات لري
د هر قوم جوماتونه چې آباد وي
هغه قوم به آباد وي، زموږ هېواد کې جوماتونه ډېر خوار دي
خلک مو د لمانځه پابند نه دي
خو سعودي کې دوه کسه هم بې جماعته لمونځ نه کوي
چې کله اذان وشي ټول مارکېټونه او دوکانونه وتړل شي
دنيايي معاملې معطل شي
دا هر څه ما په خپلو سترګو ولیدل
رب المنان دې زموږ هېواد کې هم یو داسې نظام په چارو مسلط کړي چې په اسلامي اصولو استوار وي
سهار وختي مو د مدینې په لور حرکت وکړ، محمدي بيا مخکې لاړ لادرکه شو
لاره کې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوم
پولیسو هم راسره مرسته کوله
ټوله ورځ مې مزل وکړ
دلارې اوږدو کې مې د مختلفوهېوادونو ځوانان ولیدل چې عربستان ته د کار لپاره تللي وو
ټولو د سعودي دولت نه سر ټکاوه
چې ټکسونه يې پرې لوړ کړي
د دوی په وینا کومې پيسې چې دلته ګټي له نیمايې زياتې ترې د دوی کفيلان اخلي
ټولو ويل موږ ته هم دعا وکړه چې په خیر خپلو ملکونو ته لاړ شو
دلته د ماشین په څېر کار کوو خو ګټه مو د بل ده
ماښام نا وخته د مدینې د ښار چک پوست ته ورسېدم
پولیس مې مخې ته راووتل
د څو شېبو لپاره مې د خطر احساس وکړ
خو پولیسو زما تود هرکلی وکړ
د خطر کومه خبره نه وه
د پولیسو چک پوست نه څو قدمه لرې يو هوټل ته ور وګرځېدم محمدي هم زما انتظار کاوه
اوس نو زما د ارمانونو منزل مسجد نبوي ته (۲۰) کیلو متره لار پاتې وه ډېر خوشحاله وم
ډوډۍ مو وخوړه له لمانځه وروسته مو استراحت وکړ د شپې مې ښه خوب وليد راويښ شوم
د سهار درې بجې وې محمدي مې راويښ کړ
له لږ مزل وروسته مو د سهار لمونځ د سړک پرغاړه
یو جومات کې وکړ
د مدينې ښکلې هوا، د خرماوو دنګې ونې، پراخ سړکونه، مهمانوازه خلک، هغه څه و چې ما ترې قوت اخېسته
د خوښيو اوښکې مې له سترګو روانې وې
په درد او ستړیا نه پوهېدم.

عرفات پردیس




t