غزل – ګل الرحمن رحماني

غزل – ګل الرحمن رحماني

نور راته مه وایه چې لمر یمه او ستوری یمه
د خپل بایللي لاشعور د تیارو سیوری یمه

له هر نظر دې ځاروم خپله خاورینه ځواني
خدای خو دې نه کړي چې به زه دومره بدپوری یمه

یوه غنم رنګه مې ښکل کړې د ځوانۍ جنت کې
ابن ادم یم د خپل پلار په څېر کمزوری یمه

د ښار پاچا بیا خوشي کړي د هوس اسونه
د خپلو پېغلو اندېښنو ډار او تګلوری یمه

نن ((په جرګه د عاشقانو کې کوز ګوری)) ٭ یمه
زه په کور پاتې یم جانان مې په سفر تللی دی

د ذات خوشبو مې رحماني له خپله ځانه وړې
شکر چې زه هم د جانان د نامه توری یمه

۱۳۹۸، د لیندۍ ۸مه
_______________
٭ د حمید بابا مشهورو بیتونو ته اشاره ده:
هسې پاتې شوم تر یار پورې مختوری
په جرګه د عاشقانو کې کوز ګوری
سزا وار د هر منت د هر پېغور یم
چې مې یار په سفر تللی زه په کور یم




t