ويناوالي !

ويناوالي !

ټول وګړي ځينې رواني نارامۍ لري. د وينا په باب هغه لوى غبرګونونه، چې مونږ ورسره مخامخ کېږو، هغه د زړه درزا او د لاسونو لړزه ده. پدې کړنو سره ځان کمزورى مه احساسوئ.
دې حالتونو ته اجازه مه ورکوئ چې ستاسې په وينا بده او ناوړه اغېزه وکړي. وينا مو ناکامه کړي. بې موخې پاى ته ورسېږئ. ځيني اندېښنې ښې وې. ځيني کړاونو مو پښوي. مونږ ته لا ځواکمنتيا راکوي.

کله چې د وينا پرمهال ډار اخلئ نو ادرنالين په نوم يو هورمون افرازېږي. په پايله کې ستاسې د مخ په ځينو برخو خوله راځي. همدا چاره تاسو نور هم وېښوي. نور مو هم تياروي؛ ترڅو د ښې او منلې وينا ترسره کولو مظاهره وکړئ.

د اندېښنې او بيا ژورې اندېښنې د لمنځه وړلو لپاره غوره لاره دا ده، چې تيارى ونېسي. پوره تيارى (چمتوالى) تاسو دې ته واداره کوي؛ ترڅو بريالۍ وينا وکړئ. مخاطبينو مو خوښ وساتئ. ګنګسيت ايجاد نکړئ. د خپلو مخاطبينو د غوسې، خفګان او خندا لامل ونه ګرځئ.

د خپلې وينا متن بيا-بيا وګورئ. املايي تېروتنې اصلاح کړئ. تلفظونه جوړ کړئ. د غږ ټون (انداز) مو وسنجوئ. په مهمو او کليدي ټکو فشار وارد کړئ. احساسات وکاروئ.

کله چې تاسې د متن په سم ليکلو(ليکنښې، پنځه ياګانې، ضميرونه….) او ويلو باندې باوري شوئ. بيا نو د شونتيا تر بريده تمرين وکړئ. دومره تمرين چې فکر وکړئ نوره به هېڅ اړتيا نه وي. د تمرين لپاره بېلا-بېل چېنلونه واک کې لرئ. خپل غږ ثبت کړئ. يا له ځان څخه ويډيو وکړئ. تېروتنې او کمۍ-کاستۍ مو سمې کړې. د خپلو ملګرو په وړاندې مو موضوع شرحه کړئ.

د ملګرو په بحث کې دې ته پام کوئ چې څه ډول ملګري بايد وټاکئ. هغه ملګري مه ټاکئ، چې ستاسې مخته تګ نه شي زغملاى. ستاسې مطرح کېدل ورته شين کفر ښکاري. عقده لري. حاسد وي. مکرجن وي. دروغحن وي. داسې ملګرو ته خپله موضوع او وينا واوروئ چې ستاسې زړه پرې اوبه څکي. تنده مو پرې ماتېږي او ستاسې خوښي ورته لوى کار ښکاري.

ژباړه: سالار خادم




t