اُرزګان: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست نوی رئیس معرفي شو

اُرزګان: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست نوی رئیس معرفي شو

د ارزګان والي والي محمد شفیق اسدالله سعید د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لپاره احمد ځلاند چې آزادي سیالۍ له لاري کامیاب شوی ددې ریاست کارکونکو ته په رسمي توګه ور وپېژندو.

د ارزګان ولایت مقام د رسنیو دفتر وايي، په دې پېژند غونډه کې والي نوي ټاکل سوي رئیس ته د مبارکۍ تر څنګ نوموړي ته یې په سپارل سویو چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه او له اړوندو ادارو څخه یې وغوښتل چې له ده سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

همداراز د یاد ریاست مامورینو نوی رئیس ته د پوره همکاري ډاډ ورکړ.

باید وویل شي چې ځلاند د اُرزګان ولایت دهراؤد ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د ژبو ادبیاتو پوهنځۍ یې کندهار کې لوستې او وړاندي تر دې د دهراؤد غږ راډیو کې د نشراتو مدیر پاته شوی دی.




t