ما خپله اسلحه تر خاورو لاندې کړه !

ما خپله اسلحه تر خاورو لاندې کړه !

په لومړي جنګ جهاني کې یو سرباز خپل مشر افسر ته داسي لیک لیکلی وو:

محترم امر صیب! ما خپله اسلحه تر خاورو لاندې کړه،
نور به ونه جنګیږمه او دا تصمیم زما د مرګ له ویرې ندی او حتی زما د هغې مینې چې خپلې ښځې،یو زوی او یوې لور سره یې لرم هم ندی.

که حقیقت یې رانه وپوښتې،نو داخبره درته ویلی شم چې،
دا تصمیم مې هغه وخت ونیولو چې زمونږ د دښمن یو ساتونکی/سرباز مې پخپلو لاسونو ووژلو او د هغه جیبونه مې وپلټل نو یو عجیب شی مې ولیده.
له جیبونو یې یوه ټوټه کاغذ تر ګوتو راغلو چې په وینو دا لیکل پرې شوي وه،

پلارجانه! له هغې ورځې چې ته تللی یي او مونږ دې تنها پریښي یوو، نو هر سهار لمر راختلو نه تر لمر پریوتلو دروازې ته ګورم او ستا راتګ ته انتظار یم.
په الله ج قسم که داځل کور ته راغلې نو غیږ کې دې کلک نیسم او اجازه نه درکوم چې بیا جنګ ته لاړ شې.

افسوس چې ما هغه نجلۍ په عبث انتظار کې پریښوده …
هغه به څو نورو لمر لویدو پورې د پلار راتګ ته سترګې په لاره انتظار پاتې شي؟

له جنګه نفرت پکار دی چې ماشومان د پلار له غیږې او محبت څخه بې برخې کوي.

ژباړه: ناصرخان شېرزی




t