مړ ژوند

مړ ژوند

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د مړ ژوند کتاب مې راواخیست
د یوه فصل،
یوه قات شوې پاڼه،پکې جالبه وه؛
هغه هیله چې تۀ یې ساه وې
وخت څنګه هېر کړې؟!
په بیا لوستلو مې؛
زړه کې سړې سړې، څړېکې شوې
ساه مې تر پخوا لا ګړندۍ شوه
په ورکو لارو یې
لېونۍ منډې وکړې
هره کوڅه کې یې نارې سورې وهلې؛
که “مینه” نه مري!
نو مینه ولې مړه شوه!؟
اوښکې بې سته بې اعلانه راغلې
له مودو وروسته یې
د لالهاندې اروا
فاتحه واخیسته او هم
تلین ولمانځه،
د کونډې هندوې په څېر په تابوت وڅڅېدې
ژوندۍ ورسره وسوځېدې…

ــــــــــــــــــــــــــــــــ

مهر تاج




t