د ازادۍ ناره

د ازادۍ ناره

یوه ناره د ازادۍ شوله پکاره دا به څنکه شي؟
د ځان خلاصون له بل واکۍ شوله پکاره، دا به څنکه شي؟
چې بې کسۍ اوښګې مو وچې شي د وخت په رومال
بند کړی نه پوهیږم چا زمونږ قسمت په رومال
نورو له غربه شروع شوې دا دنیا وخوړه
دنیا به څوک وخوري؟ او چا دغه دنیا وخوړه
دوی له د دوه خرو اوربشې بیلولی نشي
په سل کتابو باندې څوک قانې کولای نشي
بله خبره دوی ته دا مسلماني ور پاتې
د پښتو ژبه د پلار کور نه میراثي ور پاتي
خو نه فرهنګ او نه کلتور په دغې ژبه کیږي
رسمو، رواج، دود، او دستور په دغې ژبه کیږي
مونږ له تیارو کې ژوند کوو، له تیارو کرکه کوو
د یو بل پښې وهو د خپل کدرونو ورکه کوو
خاورې به دین، نژاد، پښتو، له ټول لیوال پاتې شوو
تاجک اوزبک په سر مو لاس راښکي اوبال پاتې شوو
چغې نارې مې هیڅوک نه اوري، کونکی ښه یمه
له ښاره لرې ځمه، له شوره لیونی ښه یمه
ژړا، کوکارې او نارې مې نور له خوله نه اوځي
د بې ګناه کسانو مړینه مې له زړه نه اوځي
هک پک حیرانه یو د ژوند له کاروباره پاتې
لکه سوارلۍ چې له قطاره وي په لاره پاتې
زړه مو تر خولې پورې راوستې وو، ناکام پاتې شوم
کاروان د ستورو لاړ اسمانه ته زه پر بام پاتې شوم
کرکه کینه له زړه نه اوباسو د ژوند په کرښې
راشۍ د ژوند نغمې کړو سازې د ډیورند په کرښې
له قندهاره له هراته له مزار پورته شۍ
له بدخشانه له لغمان، له میدان ښار پورته شۍ
د بل واکۍ، له نام او رنګ نه کړۍ ځانونه خلاص
چې ګران وطن مو شي نېکبینه له جنکونونه خلاص

اکمل نیکبین




t