په علومو اکاډمۍ کې نوې ټاکنې شوي

په علومو اکاډمۍ کې نوې ټاکنې شوي

د افغانستان د علومو اکاډمي د عمومي رياست د پيشنهاد او د جمهور رئيس محمد اشرف غني په منظوري آغلې څېړنواله عاطفه نورستانۍ د ژبو او ادبياتو مرکز د رئيسې، ښاغلى څېړنپوه خيرمحمد حيدري د ژبو او ادبياتو مرکز د ورونو قومونو د ژبو او ادبياتو انسټيټيوټ د آمر، محترم څېړنيار احسان الحق کبير د ژبو او ادبياتو مرکز اړوند د زېري جريدې مسئول مدير، ښاغلى څېړنپوه عبدالشکور قيومي د پښتو څېړنو بين المللي مرکز د پښتنو قبایلو انسټيټيوټ د آمر او محترم څېړنوال خواجه ذاکر صديقي د اسلامي علومو اړوند د تبيان مجلې د مسئول مدير په توګه ټاکل شوي دي.
ياد کسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کېمعرفي او رسماً يې خپلې چارې پيل کړې.




t