د سيده حسينه گل تنها نوی غزل

د سيده حسينه گل تنها نوی غزل

د پلاره به زه تلمه هم د موره به زه تلم
د پېغلو نصيب دا وي ددې کوره به زه تلم

دغم د خوشالو مې خپله ټوله شاعري ده
داڅنگه به کېدله ددې خوره به زه تلم ؟

زما د سر پړؤنى مې لالې چنار چنار دى
دا ولې؟د لالې ژوند کښې سرتوره به زه تلم

د مېنې د منزل لاره اوږده په سر پرته ده
دا ځکه اودرېدى نه شومه نوره به زه تلم

دا څنگه څنگه څنگ اوازونه راپسې وو
د وخت ددې بې واکه غوندې شوره به زه تلم

وطن خو مې دا خړه خاوره خړ کچه کورونه
مانئ که سپېنې وې خو د لاهوره به زه تلم




t