له حرمه تر حرامه – لسمه برخه

له حرمه تر حرامه – لسمه برخه

یو مسافر وړونکی بس مې ترڅنګ ودرېده
ډرېور يې وویل زه د مکې او مدينې لین کې کار کوم څو ورځې کېږي تا ګورم چې پیاده روان يې
ولې موټر کې نه ځې؟
ما ورته وویل استاده په خپل حال مې پرېږده
خو استاد اصرار کاوه چې ته څوک يې؟
ولې پياده روان يې؟
ما اورېدلي ته له مکې معظمې نه پیاده راغلی يی
له موټر نه راکوز شو لاس نه يې کلک ونيولم
ناچاره شوم په حقيقت مې پوه کړ
چې هو زه له مکې معظمې نه پیاده راغلی یم، اخري تم ځای به مې مدني حرم وي ان شاءالله
ډرېور ژړغونی شو
هڅه يې کوله لاسونه مې ښکل کړي
ډېر ارمان يې کاوه چې ولې مې مخکې تاسو ته موټر نه دراوه
اوس خو تاسو رارسېدلي ياست
زه مو څه خدمت وکړم؟
مننه مې ترې وکړه
د ډرېور شاګرد وویل تاسو په اردو ژبه خوږې خبرې کوئ
د کوم هېواد یاست؟
ما د خپل ګران وطن افغانستان نوم واخیست
د ډرېور شاګرد احساساتي شو
په چیغو يې وویل
افغانستان زنده باد زه هم افغان یم!
تاسو زموږ ویاړ یاست!
موټر کې څو کسه نور افغانان هم وه
ټولو د خپل ښه نیت او اخلاص څرګندونی وکړې
ښه پرېمانه انځورونه یې راسره واخېستل
د دوی زړه و چې ډېر ورسره ودرېږم
خو ما ترې رخصت واخیست
ورو ورو د نبوي مسجد په لور روان شوم
له لږ مزل وروسته مې محمدي ولید چې د سړک پرغاړه راته ولاړ دی
پوښتنه یې وکړه ناوخته دې کړه
ما ورته د بس کیسه وکړه چې خلکو درولی وم
محمدي وویل نعماني صاحب څو ساعته مخکې له مکې حرکت کړی ممکن څو دقيقو کې راورسېږي
نعماني صاحب خو مې مخکې تاسو عزیزانو ته معرفي کړی وو
د نعماني صاحب موټر کې زموږ اضافي توکي پراته وو
په څو دقیقو کې نعماني صاحب راورسېد
د ده په ښکلي بشره مو سترګې رڼې شوې
له موټر نه مو یوه یوه جوړه پاکې جامې راواخیستې
نعماني صاحب مو د نبوي مسجد په لور رخصت کړ
او موږ ورپسې پیاده حرکت وکړ
د مسجد نبوي منارې له لرې ښکارېدې ورو ورو مې د زړه درزا ډېرېدله
له سترګو مې اوښکې بهېدلې
د رسوالله (صلی الله علیه وسلم) د حرم په شنې ګمبزې مې سترګې خښې کړې وې
د یو عالم پیغامونو او دردونو سره د د مدني جانان تر درشله ورسېدم
نوره مې پښو راسره ياري ونه کړه
د نبوي مسجد تر څنګ په زمکه راپرېوتم

څومره ښکلې مرحلې وې
عجيبه ښکلې شېبې وې
له حرمه تر حرمه
د جانان نښې پرتې وې

ځان مې سمبال کړ د شکرانې دوه رکعته لمونځ مې وکړ
د یو سپینږي په مرسته د نبوي مسجد حمامونو ته لاړم
حمام مې وکړ
نوې جامې مې واغوستې په ډېره مينه او لېوالتيا د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ترمرقده ورغلم. خپل سلامونه او درودونه، د دوستانو سلامونه، درودونه او پیغامونه مې ټول ورته ډالۍ کړل
څو شېبې د مرقد مطهر تر څنګ ودرېدم
پولیسو نه پرېښودم، لږ شاته لارم د دېوال بېخ کې کېناستم
پولیس راغی غوښتل يې ما پاڅوي، خو زه نور د پاڅېدو نه وم
ټول وجود مې لړزېده
پولیس پوه شو چې زه ښه نه یم
پوښتنه يې وکړه په تا څه شوي؟ ما ورته وویل
پښې مې سستي کوي درېدلی نه شم
زه له مکې نه پیاده راغلی یم
همدا اوس راورسېدم
ټوله لار ښه وم خو اوس مې پښې راسره مرسته نه کوي
پولیس د مخابرې په وسيله خپل نور ملګري خبر کړل
هغوی هم راغلل
له اوږو يې ونيولم، روان يې کړم، د خلکوګڼه ګوڼه ډیره وه
زه نه پوهېدم چې پوليس مې چېرته بيايي
څه کسان يې پاڅول، زه يې د هغوی پرځای کېنولم
اوبه يې راکړې
خپله هم راسره څنګ کې ودرېدل
په ناسته مې نفلي لمونځونه وکړل
کوښښ مې وکړ ودرېږم
خو پښو مې راسره مرسته نه کوله
بيا ځلې پوليسو له اوږو ونيولم د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د مرقد په لور يې روان کړم
سترګې مې له اوښکو ډکې وې، لاره مې سمه نه ليدله، د پوليسو په مرسته کرار کرار د جنت البقې په دروازه ووتم
چپ لاس را وګرځېدم دوباره نبوي مسجد ته ننوتم
یو صف کې کېناستم
مخکې صف کې مې د هېواد په مشهورعالم شيخ الحديث عبدالباري مدني سترګې ولګېدې.

عرفات پردیس




t