معلوماتي ټکنالوژي او زموږ دوديزه ټولنه !

معلوماتي ټکنالوژي او زموږ دوديزه ټولنه !

په تليفونونو کې د هيچا سره بې مسوليته او غير اخلاقي خبرې مه کوی ځکه ډير امکان لري چې ستاسوخبرې په بيلا بيلو بڼو ثبت شي او وروسته بيا ستاسو د شخصیت د سپکاوی او یاهم له تاسو څخه د باج اخيستلو لپاره د فيسبوک په بې بندو باره نړۍ کې ترې ګټه واخيستل شي.

همدا رنګه د سفر په وخت کې کيدای شي د عصري هوټلونو په کوټو کې مخفي کامرې ځای په ځاي شوي وي او ستاسو ټول حرکات له بهره وڅارل شي ،

نو په هوټلونو کې د پټو كامرو د معلومولو لپاره ښه خبره داده چې لاندې ټکو ته پاملرنه وکړی :

١- لومړى د خپلى كوټى برق مړ كړى

٢- بيا د خپل موبايل كامره چالان كړى ، پام مو وي چى فلش يى مړ وي

٣- د موبايل كامره د كوټى د ديوالونو په لورى ونيسى او حركت وركړى ، كه چيرى پټه كامره وي نو هغه ستاسو د موبايل د كمرى سره يوه سورنگه ليكه جوړوي

انجیتر ستانه میر زهیر شینواری




t