سراسر ګلونه وو اغزي نه وو

سراسر ګلونه وو اغزي نه وو

نښې او رنګونه د سپرلي نه وو
کلی و، په کلي کې زلمي نه وو

شپې مو یوه څراغ ته سبا کړې وې
زه او د یار غم سره پردي نه وو

دا څه په بې درده جهان واوښتم
زخم ته دردونه سلامي نه وو

خیال کې چې ستا خواته در روان ومه
سراسر ګلونه وو اغزي نه وو

غوښتې مې خو بیا هم زما نه شولې
ښکاري فریادونه مې ژوندي نه وو

شرنګ مې له غزلو کوچېدلی و
ستا په مړوندونو کې بنګړي نه وو

راغله، ګلابي رنګ یې الوتی و
چا ورته دود کړي سپېلني نه وو

تا چا کړل پوره دا خو وهمونه وو
دا مې ارمانونه د زړګي نه وو

ګل الرحمن رحماني

۱۳۹۸، د لیندۍ ۹مه




t