(د ژوند کولو مديريت او مهارتونه) سیمینار ترسره شو

(د ژوند کولو مديريت او مهارتونه) سیمینار ترسره شو

ننګرهار پوهنتون کې (د ژوند کولو مديريت او مهارتونه) تر سرليک لاندې علمي سيمينار ترسره شو.
یاد يو ورځنى پروګرام، چې د افغانستان د همزولو ځوانانو ښوونيزې شبکې په نوښت جوړ شوى ؤ، د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو ٢٢٠ تنو محصلينو په کې برخه لرله.
د دغه سيمينار پر مهال د انتقادي تفکر، پر ځان باور، له نورو سره مرسته، د منازعاتو او کړکېچ حلولو، تصميم نيولو، خلاق تفکر، خپلمنځي روابطو او نورو مهارتونو په اړه معلومات ورکړل شول.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالتونو د سولې انستيتيوت (USIP) پلاوي د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال سره د دواړو خواوو په اکاډميکه برخه کې د ټولنيزې سولې په اړه د ترسره شويو فعاليتونو او راتلونکو پلانونو په اړه خبرې اترې وکړې.
بل لور ته د پوهنتون رئيس په مشرۍ د علمي شورا نوبتي غونډه وشوه، چې په علمي برخه کې د پوهنتون په لاسته راوړنو، ستونزو او يو شمېر نورو داخلي مسايلو بحث او خبرې اترې وشوې.




t