خوست والي: پانګوالو او سوداګرو ته ځانګړي سهولیتونه برابروو

خوست والي: پانګوالو او سوداګرو ته ځانګړي سهولیتونه برابروو

د خوست والي محمد حليم فدايي وايي، په خوست کې به پانګوالو او سوداګرو په ځانګړې توګه د جلغوزو سوداګرو ته ټولو سهولوته برابروو.

هغه دا څرګندونې د جلغوزیو ازاد مارکيت د اتحایې غړو سره په لیدنه کې وکړې.

خوست والي وویل:

کله مې چې له جلالتماب جمهور رئیس سره ملاقات درلود هغه ماته وویل چې خوست به د اقتصادي زون مرکزي وي او ددې لپاره ځینې زیربنايي کارونه مهم دي، چې په لړ کې یې د برېښنا ستونزه هواره شوي او ۱۳ زره کورنیو ته به په یو او بل پسې برېښنا ورکړل شي، د هوايي ډګر په وړاندې ټولنیزې ستونزې هوارې، لومړني رسمي پرواز د کام ایر لخوا تر سره شوی، چې اوس مهال د افغانستان په کچه د یو لوی ترمېنل د جوړیدو چارې روانې دي او ډېر ژر به یې نورې تخنیکي ستونزې هوارې شي.

د خوست ولايت د رسنيو دفتر وايي، هغه زیاته کړه د هوايي ډګر په اړه زموږ کار جریان لري، ترڅو هوايي ډګر په ټولو معیارونو برابر کړو.

والي وویل:

د صنعتي پارک په وړاندې نیږدې ټول موضوعات حل شوي او ډېر ژر به د صنعتي پارک بنسټیز کارونه پیل شي او پانګوالو ته به د ځمکې د وېش لړۍ پیل کړو.

هغه زیاته کړه، تېر کال له خوست څخه ۱۲۵۵ ټنه صادرت شوي وو، خو سږ کال پنځه څلوېښت زره ټنه صادرت لرو، چې تېر کال ۴۹۵ ملیونه عواید مو درلودل، سږ کال دا عواید ۱،۱ ملیارد افغانیو ته پورته شوي، د غلام خان بندر د ټرانزیټ په اړه لګیا یوو او په وړاندې یې یوه ستونزه وه، چې د نصرالدینو او بوریخېلو تر منځ شخړه وه چې اوس مهال هواره شوي.

د هغه په وينا؛ د باچا خان پوهنتون لپاره ځمکه نهایي شوي، اکاډمیک او اداري کارونه به یې هم ډېر ژر بشپړ او د بنسټ ډبره به یې کېښودل شي.

والي وویل:

د ځنګلونو او شنو بوټو وهل مطلق بندي دي او امنیتي ځواکونو ته لارښونه شوي، چې د ځنګل وهنې مخنیوی وکړي او د بدیل لپاره یې موږ په پنځو ولسوالیو کې ۳۶۰ قوریو پروژه پیل کړي، چې پر مهال به یې دوه ملیونه یو سلو شپیته زره د جلغوزیو او چهارمغزو نیالګي وروزل شي او ځنګلونو ته به انتقال شي، چې ۲۷۰۰ هکټاره ځمکه تر پوښښ لاندې ونیسي.

فدايي وویل چې اوس د خوست هوايي ډګر دا ظرفیت لري، چې سوداګر د جلغوزیو مالونه له خوست هوايي ډګر څخه کابل ته انتقال کړي او په دې برخه کې به نور سهولتونه هم رامنځ ته کړي.

خوست والي په خپلو خبرو کې وویل:

د پانګوالو لپاره په طرحه کار کیږي، د پانګونې او سوداګرۍ خونه فعاله شوي او سوداګر دې په یاده خونه کې غړیتوب تر لاسه کړي.

خوست والي زیاته کړه، چې حکومت چین هېواد ته د جلغوزیو د صادراتو په اړه اقدمات کړي او په کور د ننه مهمه ده، چې د جلغوزیو پروسس معیاري شي.

والي په دې ناسته کې وویل:

د افغانستان د جلغوزیو له اتحادیې او سوداګرو څخه مننه کوم او د دوی د جلغوزیو ازاد مارکیټ به د ښارجوړونې ریاست له لارې په پلان کې شامل کړي.

په دې ناسته کې د افغانستان د جلغوزیو اتحادیې مرستیال نور ګل منګل په خپلو خبرو کې له خوست والي مننه وکړه، چې په دې ولایت کې یې د سوداګرو لپاره فرصتونه برابر کړي.

هغه وویل:

د ولایت مشرتابه وروستۍ لاسته راوړنې د ستایلو وړ دي او هغه کارونه چې په وروستیو میاشتو کې شوي، د سوداګرو او ولسونو لپاره د سهولتونو په رامنځ ته کولو کې مهم رول لري او زیات پرمختګ رامنځ ته شوی.

په ناسته کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس نواب امیرزي په خپلو خبرو کې وویل چې خوست والي د پانګونې خونه کې ساه راوسته او دا اطاق یې له سره ورغوه، چې په دې سره به سوداګر نور هم متحد او د پانګونې لپاره به وړ سهولتونه رامنځ ته شي.




t