د مور بم ناوړه اغیزې رابرسېره شوي دي

د مور بم ناوړه اغیزې رابرسېره شوي دي

د ننګرهار په اچین کې د امریکا مور بم تر کارولو دوه نیم کاله وروسته، په سیمه کې ناروغۍ ډېرې شوې او زراعتي ځمکې شاړې شوې دي. د طلوع نیوز په یوه راپور کې راغلي چې د اچین ولسوالۍ د مومندرې سیمې اوسېدونکي د هغه بم له پایلو ځورېږي چې دوه نیم کاله وړاندې امریکايي ځواکونو ددوی په سیمه کې کارولی دی. امریکايي ځواکونو د ۲۰۱۷کال په اپرېل کې خپل تر ټولو خطرناک، غیر اتومي بم (MOAB) د ننګرهار په اچین کې استعمال کړ. دوی وویل چې د داعش مرکز یې په نښه کړی دی خو اوس د سیمې اوسېدونکي وایي چې غورځول شوي بم پراخ مالي زیانونه ورته اړولي دي. د سیمې اوسېدونکي وایي د بم تر کارېدنې وروسته له ډول ډول ناروغیو په تېره له تنفسي او جلدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. دوی همدا راز وايي چې کروندې یې ویجاړې دي، ځمکې شاړې شوې او کرکېله نه ورباندې کېږي. ځایي خلک وایي کورونه یې لا هم ویجاړ دي او ددغه بم له امله یې د ژوند چاپېریال خراب شوی دی. د نظامی چارو پوهان او طبي متخصیصین هم وايي چې دغه ډول بمونه د سیمې د خلکو پر روغتیا اوږدمهاله منفي تاثیرات لرلی شي.




t