چیني ښځه چې د ۲۲ کلونو په تیریدو نوره هم ځوانه شوې

چیني ښځه چې د ۲۲ کلونو په تیریدو نوره هم ځوانه شوې

چین کې د یوې هواشناسي یا د هوا پيژندنې د برخې د مسؤلې داسې انځورونه خپاره شوي چې له ۲۲ کلونو وروسته يې څېرې هیڅ تغیر نه دی خوړلی او لاهم داسې ځوانه ښکاري
موږ او تاسو ټول کوښښ کوو ترڅو ژر زاړه نه سو خو داسې هم سوي چې د یوکال په تیریدو سره مو فرق کیږي لومړی کال تازه خو کله چې کال راباندې تیریږي نو زاړه ښکارو، خو دا چیني میرمن له ۲۲ کلونو تیریدو وروسته اوس ایله ځوانه او ښکلې ښکاري
د سږکال د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د هوا پیژندنې ادارې ددې کارکوونکې یانګ یوه ویډیو خپره شوه چې پکښي مالومیږي دې میرمنې له ۱۹۹۶ زیږدیز کاله راپدېخوا د څېرې هیڅ تغیر نه دی کړی په لاندې انځورونو کې تاسو د هرکال ځانته انځور کتلای سئ
















t