خوست: د ایډز نړیواله ورځ ونمانځل شوه

خوست: د ایډز نړیواله ورځ ونمانځل شوه

په خوست کې د عامې روغتیا ریاست لخوا د HIV ايډز د مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي نړیواله ورځ ونمانځل شوه.

په دې اړه نیول شویو مراسمو کې د روغتیا رئیس ښاغلي ډاکټرمحمد حبیب شاه انصاري د ایډز وژونکې ناروغۍ په خطرونو او سرایت د غونډې ګډونوالو ته مالومات وړاندې کړل.

ګډونوالو ته ددې وژونکې ناروغۍ د علایمو، د ناروغانو د ارقامو، او مخنیوي په تړاو مالومات ور کړل شول.

په ناسته کې د ولایت مقام دبشري سرچینو رئیس نقیب الله متونوال د عامې روغتیا ریاست له رهبری مننه وکړه چې ددې خطرناکې ناروغۍ د مخنیوي په پار د خلکو دعامه پوهاوي کچه لوړوي.

په همدې ورځ د دو لوبډلو تر منځ د کریکټ سیالۍ هم تر سره شوې چې موخه یې د ایډز ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي تر سره کول وو.

په خوست ولایت کې د ایډز ناروغۍ د تداوۍ او مشوره ورکونې لپاره يو مجهز مرکز شته چې دا مهال فعال او د ناروغانو په چوپړ کې دی.




t