له حرمه تر حرامه – يولسمه برخه

له حرمه تر حرامه – يولسمه برخه

کله مې چې عبدالباري مدني صاحب د مدني جان تر څنګ وليد
هغه خوب را په ياد شو
چې څو شپې وړاندې مې د بي بي عايشې (رض) جومات کې
ليدلی و
نه غواړم د خوب څه رنګوالی تاسو درنو لوستونکو ته ذکر کړم
د مدني صاحب په لیدو ډېر خوشحاله شوم
ما د مدني صاحب ديني خپرونې شمشاد تلوېزيون کې لیدلې وې
خو له نږدې ورسره بلد نه وم
له لمانځه وروسته مې ورسره پېژندګلوي وشوه
د تيلیفون شمېره مې ترې واخېسته، د ماسخوتن له لمانځه وروسته مو تيليفون کې همغږي وکړه
چې د سهار چای به سره یوځای څښو
د شپې مې حال لږ ښه شو
د نبوي مسجد نقشه مې وليده، هک پک شوم چې زه خو څو ساعته وړاندې
پوليسو رياض الجنت ته وروستی وم
خولې راباندې راماتې شوې
د حرمينو ټولو خادمانو ته مې د زړه له تله د خير دعاوې وکړې
رياض الجنت ته څوک په اسانه نه شي ورتللی
د خلکو ګڼه ګونه پکې ډېره وي، خو ماته پوليسو دغه ځانګړی ځای (رياض الجنت) خلوت کړ په داسې حال کې چې په ځان نپوهېدم
چې چېرته او په کومه زمکه يم
په سړه سينه خپل نفلي لمونځونه وکړل
شپه تېره شوه د سهار لمونځ مې نبوي مسجد کې وکړ
د جنت البقې ترڅنګ مې مدني صاحب سره ولیدل
نور ملګري، نعماني صیب او ګل نبي محمدي هم ټاکلي ځای ته راغلل
د سهار چای مو يو هوټل کې وڅښه
ټول په ګډه د نعماني صاحب موټرکې د احد غره ته لاړو
د احد د غره په سر هغه ځای کې چې رسول الله (۵۰) تنه غشي ويشتونکې سرتېري درولي وو کېناستو
مدني صاحب د احد د غزوې تفسیر او تصویر
په ډېره عالي بڼه وړاندې کړ د څو شېبو لپاره مې داسې احساس وکړ چې د نن نه (۱۴) پیړۍ مخکې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) تر څنګ د احد غزوه کې ولاړ یم
سترګې مې له اوښکو ډکې شوې، شکر مې وویست چې خپل عصر کې د مدني صاحب غوندې علمي شخصیتونه لرو
مدني صاحب ډېر ژر مکې ته لاړ
خوعبدالله نعماني صاحب راسره و
په ډېرو مقدسو ځاینو یې وګرځولم
کور يې ودان
له مدني صيب وروسته
ګلنبي محمدي هم د سفر موزې واغوستې وطن ته راستون شو
زه یې مدینه کې د خپل مدني جانان تر څنک یوازې پرېښودم
درې ورځې وروسته
زه هم د مکې په نیت له مدینې نه په لمدو سترګو راووتم
ټوله لار مې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فراق کې ژړلي

کله به راشم دلته بيا ربه
څومره دې ژر کړم ترې جلا ربه
د پردېسۍ تنده مې ماته نه شوه
خولې ته مې نه راځي خندا ربه

له پنځه ساعته مزل وروسته مکې ته ورسېدم
د مازديګر لمونځ او د عمرې ارکان مې پر ځای کړه
مدني صاحب سره مې ټيلیفوني اړیکه ونیوله
مشوره مو وکړه چې سبا به له خیره د عربستان ملي موزیم ته ورځو په ټاکلي وخت موزیم ته ورغلو
موزیم کې د مکې مکرمې د فتحې ژوندی تاریخ پروت دی
د مختلفو پېړیو اثار مو پکې ولیدل، مدني صاحب د ټولو ارزښتناکو او مقدسو اثارو په هکله پوره معلومات راکړل
له موزیم نه راووتو د جدې په لور مو حرکت وکړ
لاره کې ډرېور وویل بي بي حوا جده کې نشته
مدني صاحب وویل عربي کې نیا ته جده وایي د جدې ښار ته په همدې خاطر جده وايي چې د بي بي حوا قبر پکې موجود دی
د جدې ښار له مکې نه (۱۲۰) کیلو متره لرې
د شمال لوېديځ خوا ته د سمندر پرغاړه پروت دی
کله چې جدې ته ورسېدو د بي بي حوا مقبره مو پيدا کړه
ډرېور وویل بخښنه غواړم
زه جده کې دومره بلد نه یم، شل کاله کېږي مکه کې ژوند کوم
میاشت کې یو یا دوه ځلې جدې ته راځم
خو د بي بي حوا مقبره مې تر اوسه نه وه لیدلې
د بي بي حوا مقبره اټکل شپږ جریبه زمکه کې جوړه ده
قبرونه پکې ډېر دي
د هدیرې مسولین د بي بي حوا قبر چاته نه ښایي
او نه کومه ځانګړې نښه لري، ټول قبرونه یو ډول دي
ما غوښتل د هديرې انځورونه واخلم
خو مسئولینو يې اجازه را نه کړه، د هدیرې ټولو مړو ته مو دعا وکړه او بيا د سمندر په لور لاړو
د سمندر پر غاړه د عربستان د شاهي کورنۍ ډېرو غړو
ځانته ښکلي ښکلي ماڼۍ او باغونه جوړ کړي
چې د سمندر ښکلا يې لا ډېره کړې
د سمندر پر غاړه مو یو کوچني جومات کې د ماسپښین لمونځ وکړ
څو شیبې مو د سمندر ننداره وکړه
څو تنو کب نیونکو کبان نیول
څو شېبې ورسره ودرېدو
تېر وختونه را یاد شوه، چې د چهاردرې سیند کې به مې کبان نیول خو اوس ډ‌ېره موده کېږي ترې لرې یم
مدني صاحب ته مې وویل غرمه ده يو هوټل کې به کبان وخورو
د سمندر په غاړه ښکلي پاک هوټلونه ډېر وه
یو هوټل ته ورغلو مینو کې يې کبان نه وو
پوښتنه مو وکړه چې ولې مينو کې کبان نشته؟
ګارسون وویل دلته موږ کبان نه پخوو
که نور خوراکونه خورئ
موږ مو خدمت کې یو
بل هوټل ته لاړو هلته هم دغه قيصه وه
ما ته دا خبره ډېره عجيبه ښکاره شوه
چې د کبانو مرکز کې کبان نه پيدا کېږي
د سمندر پرغاړه مو د مدني صاحب سره ښه خوندور بنډاروکړ
د ورځې ترپايه مو ځانونه بېرته مکې مکرمې ته راورسول
خو مدني صاحب را سره نور مکه معظمه کې پاتې نه شو
د وطن په لور راغی.

عرفات پردیس




t