نظم – لویه خدایه!

نظم – لویه خدایه!

ربه ستا نو کوم یو کرم یاد کړم
کوم یو رحم دې را یاد کړم
هر ذِروح درته سجده کړي
هر نبات دې ثناء خوان دی
په بېشمارو کې دې شمار کړم

که تا نه وای راهست کړی
خدایه مونږ به اخیر څه وو اخیر څه وو
دُنیا جوړه ستا د”کُن او په “فیکُون” ده
هر یو شي ته چې ورګورم
په هر یو کې راته ستا حکمت ښکاریږي
ربه ته څومره وسعې یې
ربه ته څومره عالی یې
په بېشمارو کې دې شمار کړم

هر انسان دلته قتلېږي
مونږ بې وسه بې لاسو یوو
رحم نشته پدې ځمکه
زړونه تور دي لکه کاڼي
آی زمونږ پروردګاره
رحم وکړې له اسمانه
په بېشمارو کې دې شمار کړم

زړونه مات دي خلک مات دي
هر انسان له ژونده تښتي
هر ماشوم په ژړا سر دی
هره مور دلته بوریږي
هره خور بې وروره کيږي
دا حالات به وي تر کومه
دا نو څنګه زنده ګي شوه
آی رحیم و یا غفوره
په بېشمارو کې دې شمار کړم

مونږه ژوند کوو څه داسې
چې ساه ګانې مو قتلېږي
ارمانونه مو رژیږي
د سپرلي موسم په شانتې
هر یو ګل دلته رژیږي
قامتونه را نړیږي
په بېشمارو کې دې شمار کړم

دلته راغلې څه یوه داسې زمانه ده
چې انسانان پکې ورکیږي
بنیادم پکې یریږی
مونږه دا جِبر منلی مونږ هغه جِبر منلی
مونږه خلاص کړې له دې حاله
خدایه تاته مو دُعا ده
خدایه تاته مو مُدعا ده

په بېشمارو کې دې شمار کړم
په بېشمارو کې دې شمار کړم

خالد حافظ




t