(څوک چي لمونځ نه کوي د هغه لپاره پیغام )

(څوک چي لمونځ نه کوي د هغه لپاره پیغام )

نبي کریم صل الله علیه و سلم فرمايلي دي
هغه څوک چې د لمونځ خیال نه ساتي نو الله پاک به يې په (۱۵) ډوله سزاګانو او مصيبتونو اخته کړي ، چي شپږ یې په دنيا کې دي او درې د مرګ په وخت كي ، درې په قبرکې ، او درې سزاګانې یې د قيامت په ورځ

د دنيا شپږ سزاګانې يا مصيبتونه
۱- په عمر کې يې برکت له منځه ځي،
۲- الله تبارک و تعالی يې دعاګانې نه قبلوي،
۳- الله پاک به يې د مخ نور واخلي،
۴- له هغه څخه به د دنيا ټول مخلوقات کرکه او نفرت کوي،
۵- الله پاک د هغې د هيڅ نېک عمل ثواب او اجر نه ورکوي،
۶- او هيڅکله د نېکو خلکو په دعاګانو کې نه شامليږي،

د مرګ پر مهال درې سزاګانې
۱- په ډېرې سختۍ سره مړ کېږي،
۲- د ولوږې په حالت کې مړ کېږي،
۳- د تندې په حالت کې مړ کېږي، اګر که د بحرونو ټولې اوبه هم وڅښې،

د قبر درې سزاګانې
۱- الله پاک به يې قبر دومره تنګ کړي چې د ښې او چپې خوا پښتۍ به يې یو په بلې کې ننوځي،
۲- الله پاک به يې له سکرو سره يو ځاى په اور کې واچوي،
۳- الله پاک به پرې د زړه ور په نامه يو مار مقرر کړي چې له سهار څخه تر ماسپښينه ، له ماسپښين څڅه تر مازيګره او په دغه ترتيب د ټولو لمونځونو د پرېښودلو له امله به يې ټوله ورځ چيچي، او د هغه مار په هر ځل چيچلو سره به بېلمانځه اويا ځله د ځمکې لاندې ننوځي ، ( نعوذ بالله )

او ځوک چې پنځه وخته لمونځ نه کوي
د سهـــار لمونځ: د مخ ځلا او نور به يې ورک شي،
د ماسپښين لمونځ: په عايداتو کې به يې برکت له منځه ولاړ شي،
د مازيـــګر لمونځ: د بدن قوت يې په قرار قرارا کميږي،
د ماښـــــام لمونځ: له خپلو بچو څخه به هيڅ خير ونه ګوري،
د مـاخستن لمونځ: د خوب ارام به يې له منځه ولاړ شي،
ماخذ:د لمانځه ادبونه
الله جل جلاله دي هر مسلمان ورڅخه وساتي
محترمو دوستانو د ثواب لپاره خپل مسلمان ورور ته ګټي لپاره دا پیغام ورسوي او که مو په وسه کیږی نو شیر یی کی, ستاسو به جاري ثواب وي ، او چاته که یې ګټه ورسیدل نو د هغه به هم دنیا او اخرت سم شي اوتاته به هم الله دوچنده اجردرکړى ان شاء اللـــــه.

څارنوال ارین خان




t