د عبدالباري جهاني نوی غزل

د عبدالباري جهاني نوی غزل

چي هر څو یې لنډومه د بېلتون شپه دي اوږده سي

شپه مي سپینه ستا له یاده ورځ مي توره لکه شپه سي

ستا د ګڼو زلفو تور مي لېونتوب ته پلمه سوی

چي زه لاس په ډکومه هغه پښو ته زولانه سي

زړه مي ډک له ارمانونو یو کتاب لرم خبري

چي دي نوم ژبي ته راسي یا غزل یا قصیده سي

زه د زړه په وینو لیکم د هجران د غزل توري

چي شرنګیږي په رباب کي جوړه مسته ترانه سي

د پیغام ژبه ګونګۍ ده له رویباره لاري ورکي

اوس به څنګه شپې ته درسم اوس به څوک درته ډېوه سي

زړه مي مه ماتوه ژونده لا مزلونه دي په مخ کي

لا پر سر لمبه لرمه چي مي پښو ته پر سجده سي

له نېستۍ به مي رقیبه د مستۍ سندري بولې

زما پر شونډو توبه وچه تاته پاته میکده سي

څو سوځلي وزرونه تش له میو ګیلاسونه

زه له شمعي سره تللی د پانوس لمبه سړه سي

چي زه نه یم په محفل کي ته به څه وایې مطربه

د چا اور به دي په خوله وي چي سړه نغمه دي سره سي

هغه ورځ به مي سي هېره جهاني د بېلتون چیغه

چي مي هېره له جنډیو د نظمونو هدیره سي.

عبدالباري جهاني

د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر لومړۍ نېټه، ویرجینیا




t