په ملکي خدمتونو کې معلولیت لرونکو افرادو ګومارنې کړنلاره اجرايي شوه

په ملکي خدمتونو کې معلولیت لرونکو افرادو ګومارنې کړنلاره اجرايي شوه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د رییس احمد نادر نادري په لاسلیک سره، سر له نن څخه د معلولیت لرونکو افرادو د ګومارنې کړنلارې عملي کېږي.

دغه کړنلاره، په ملکي خدمتونو کې د معلولیت لرونکو افرادو د ګومارنې لپاره د فرصت، د دوی له وړتیاوو او استعدادونو څخه د کار اخیستو او د ټولنې د دغه قشر پروړاندې د تبعیض د مخنیوي د تنظیم په موخه وضع شوې. په کړنلاره کې د ګومارنې په ټولو پړاوونو کې معلولیت لرونکو افرادو لپاره لازمې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

د دغې کړنلارې له مخې، معلولیت لرونکي افراد په ټولو دولتي ادارو او وزارتونو کې له درې سلنې ونډې برخمن کېږي. د (د) ردیف درې سلنه تش بستونه، یعنی پنځم او شپږم بستونه معلولیت لرونکو افرادو لپاره ځانګړي او د ډله ییزې ازموینې تابع نه کېږي.

معلولیت لرونکي افراد کولای شي چې د دندو د لایحې له مخې، له هغو بستونو پرته کوم چې بشپړې فزیکي وړتیا ته اړ وي، په نورو ټولو بستونو کې سیالۍ وکړي. د معلولیت لرونکو افرادو د ګومارنې پوښتنې د ازموینې د کمېټې لخوا د معلولیت لرونکو افرادو وضعیت سره سم، طرحه کېږي.

د نوې کړنلارې له مخې، هغو معلولینو لپاره چې د تحریري او مرکې له لارې د پوښتنو ځوابولو وړتیا نه لري، د معلولیت وضعیت په پام کې نیولو سره، ځانګړې ازموینه ورڅخع اخیستل کېږي.

که چېرې د معلولیت لرونکو افرادو او غیر معلولو افرادو د ګومارنې ترمنځ سیالي وشي، د ازموینې کمېټه مکلف ده څو په شرایطو برابر معلولینو لپاره،په درېیمو او څلورمو بستونو کې پنځه امتیازي نمرې او په لومړیو او دویمو بستونو کې درې امتیازي نمرې په پام کې ونیسي.

 لومړیو او دویمو بستونو لپاره امتیازي نمره، د دغې کړنلارې د انفاذ له نیټې څخه تر دوه کلونو پورې د اعتبار وړ ده.

د معلولیت لرونکو افرادو د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس احمد نادر نادري، وویل:«د هېواد د ملکي خدمتونو دستګاه مکلف ده، څو سر له نن څخه د معلولیت لرونکو افرادو د ګومارنې کړنلاره، په پوره امانتدارۍ سره رعایت کړي.»

ښاغلي نادري زیاته کړه: «معلولیت لرونکي افراد له لویو وړتیاوو او ظرفیت څخه برخمن دي، چې فزیکي محدودیت یې په چال چلند کې تري تم کېږي. اړتیا ده، څو د دوی وړتیاوو او ظرفیت ته پام وکړو او د یوې مسؤولې، مهربانه، عادلې، منصف، ټولنې په توګه، چې زموږ ټولو مکلفیت دی، د دغه قشر حقوق ورته برابر کړو.»

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنرې بنفشې یعقوبي د دغې کړنلارې د انفاذ له امله، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له رییس څخه مننه وکړه او ویې ویل:«موږ ټول باید هڅه وکړو څو خپله ټولنه پراخه او ټول شموله کړو او ټولنه په داسې لوري روانه کړو چې د ټولو کسانو له وړتیاوو کار واخیستل شي.»

دغه راز، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس احمد نادر نادري او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر، د هېواد لوی څارنوال محمد فرید حمیدي ته د معلولیت لرونکو افرادو د ګومارنې په برخه کې د یادې ادارې د کړنو له امله مننلیک ډالۍ کړ.

لوی څارنوال محمد فرید حمیدي وویل:«کار ته ارزښت ورکول، د بنسټونو د هڅونې او ملاتړ لامل کېږي او دا د دې لامل کېږي څو د اصلاحاتو په برخه کې ډېر تمرکز وکړو چې د افغانستان د ټولو خلکو حقوق رعایت شي.»

ښاغلي حمیدي زیاته کړه:«ترهغې چې بنسټونه د افغانستان خلکو استازیتوب اصل په پام کې ونه نیسي، هغه باور چې د افغانستان خلک یې باید پردوی ولري، نه ترلاسه کېږي او د دغې کړنلارې تنفیذ، د معلولیت لرونکو افرادو د حقونو ترلاسه کولو په برخه کې مثبت ګام دی.»

د ملکي خدمتونو دستګاه، نږدې ۳۰۰۰ تنه معلولیت لرونکي کارکوونکي لري چې د ملکي خدمتونو ۰،۸ سلنه جوړوي.




t