غیبي غږ! استاد فضل ولي ناګار

غیبي غږ! استاد فضل ولي ناګار

ټینــــګـوم د ازادۍ د ډولـــۍ مــرانـدې
په اوږه مې جنازه،په خوله مې ساندې
شهسوار د همت تاخت کړي پر دیــوانو
د ارمان د ښاپیرو ستــــــرګې ژړانـــدې
د تهذیب د دعـوه دار لمـن شوه غـونډه
خو زما د تــودې وینــې داغ وربانـــدې
مرثیــــه د حمـــاســـــو بلبل ته څـه ده
تر فلکه يې د شهیــــد جنــــډې رپـاندې
اوس دوخت تر مورګو لاړه توپاني شوه
د محکــوم د زړه د تل هیله مـړ ژواندې
اننــګي یې ټــول زمـا په وینو سـره دي
ده لیلا د ارتقـا دومـــره زړه ســــواندې
ښه دې پیژنمه ،ســـوله-امـــــن خـوښیه
د پـــولادو په غاښــونو بانـدې خانــدې
ترجمــــان د ولـولـو اوســـــه نـاګــــــاره
فن زخمي نه کا،چې نورې کیسې کاندې




t