د لوګر ولایت دوه جلا کلي حصارک او ایسارک پيژندنه 

د لوګر ولایت دوه جلا کلي حصارک او ایسارک پيژندنه 

زموږ په هېواد کې دحصارک په نومونو سیمې، کلي او آن ولسوالۍ شتون لري، دغه حصارکونه په حقیقت کې هغو سترو دیوالونو ته ورته والی نه لري، کوم چې ښارونه او کلي يې احاطه کړي وي، په اوسنۍ زمانه کې هغه دیوالونه او حصارکونه نښې اونښانې موجودې نه دي، بلکې نومونه يې تر نن ورځې پورې پاتي دي .
له دې ډلې څخه دننګرهار ولایت دحصارک ولسوالۍ، دجلال آباد دکلیو حصارک،چې په ۱۲ میله دګندمک سویل لویدیځ ته پروت دی، چې امیرمحمدیعقوب خان دګندمک شرمیدلې تړون له انګلیسانو سره لاسلیک کړ. (۱۸۷۹- ۱۸۸۰)،دجلال آباد دسیدانو کلا حصارک، دخوست سویل لویدیځ حصارک، دڅمکنیو حصارک، دپنجشیر ولایت لویدیځ ته د آناوه یا عنابه حصارک او همدارنګه دغزني سویل لویدیځ د اوکک حصارک او شمال ختیځ ته دناور دښتې او داسې نور څو دحصارک په نومونو کلي شته دي .

د لوګر حصارک او ایسارک

دپل علم ختیځ او دکلنګار سویل لوري ته په شپږ میله کې پراته دوه ستر کلي ، چې دحصارک او ایسارک په نومونو یادیږي. یقیناً تراوسه یادې باریکۍ ته مو پام نه دی شوی، چې دغه دوه جلا کلي دي، چې دلوګر سیند څنډې ښي خوا ته دشمال او سویل طرف ته دلوګر په دره کې پراته کلي دي او همدارنګه دحصارک کوتل په نوم هم یادیږي، دغه دوه کلي ختیځ خواته يې د وزیرکلا، شمال ته يې رای خوشي او شش کلا، لویدیځ ته يې جویک، تاتور، پای خیل او پل علم او سویل ته يې دمنګوخیل کلي موقعیت لري .

حصارک د زرغون ښار په ۱۲ میله سویل ختیځ کې قرار لري، او ۱۹۴۴ متره دبحر له سطحې لوړوالی لري، حصارک په ۳۴ درجو، ۰۸ دقیقو او ۸۹ ثانیو شمالي عرض البلد او همدارنګه په ۶۹ درجو، ۳۳ دقیقو او ۰۶ ثانیو شرقي طول البلد کې موقعیت لري .

په افغانستان کې دانګلیسانو د دویم یرغل په مهال د وګړو د شمیرنې له مخې؛ دحصارک دکورونو شمیر۱۰۰ کور و ته رسیدل، چې پکې تاجک، لیاس خیل دستانکزیو له شاخې پورې تړلي او غلزيي پښتانه اوسیدل، له دغې ډلې ۴ کلي لیاس خیل، چې ۴۵ کورنۍ، دوه کلي تاجک، چې ۲۰ کورنۍ وې همدارنګه یو کلی قزلباش چې ۱۵ کورنۍ او درې کلي دپوپلزیو وګړي، چې ۴۰ کورنۍ شمیرل کیدل، په یاد کلي کې اوسیدل.

د روایتونو او څیړنوله مخې؛ دحصارک په کلي کې د طلا ذیره چې دځمکې لاندې شتون لري، موږ تر دې مهاله دلوګر دمسوعینکو او دکرومایټو د ذیرمو څخه خیر نه دی لیدلې، ویره لرو، چې دغه د طلا ذیرمه زموږ دوګړو دځان بلا يې ونه ګرزي.

د لوګ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست 




t