نوي زیږېدلي ماشوم ته تر شپږو میاشتو دغه خواړه مه ورکوئ

نوي زیږېدلي ماشوم ته تر شپږو میاشتو دغه خواړه مه ورکوئ

 د جرمني هېواد یو مشهور ژورنال وایي چې میدنې او پلرونه دې شیدې خوړونکي ماشوم ته خام یا اوومه او په دم پاخه شوي خوراکونه نه ورکوي.

 ژورنال زیاتوي، کله چې تي خور ماشوم ته تر شپږو میاشتو شیدو خوړلو وروسته، نور خواړه ورکول پیلېږي، دغه مهال دې له پورته ذکر شویو خوړو څخه کوچنیان وژغوري.

 د دې ژورنال په خبره، دغه خواړه د ماشوم لپاره ممکن ډېر میکروبونه ولري او د ماشوم د مسمومېدو لامل شي، کوم چې د قۍ کولو، اسهال، کولمو او معدې ستونزو په توګه څرګندېږي.

 دغه راز تر یو کلنۍ وړاندې ماشوم ته وچه میوه، مڼه او ګازرې مه ورکوئ، ځکه چې د دې سختو خوړو ځینې برخې ممکن ماشوم ته د ساه ایستلو ستونزې پيدا کړي او د دوی د ساه لنډۍ لامل شي.

 د تغذیې فدرالي مرکز هم والدینو ته هغه مهال خپلو کوچنیانو ته د تازه میوې د ورکولو سپارښتنه کوي، کله یې چې د شیدو غاښونه راڅرګند شي، خو په دغه دوره کې دې هم ماشوم ته سخت هضمه خواړه نه ورکوي.

 دغه راز دې ماشوم په لومړیو میاشتو کې د خوږو خوراکونو لکه شاتو، بورې او نورو جوسونو له ورکولو څخه وژغورل شي، ځکه چې کوچنی ماشوم خوږو ته اړتیا نه لري او سرېښناک خواړه یې غاښونه کمزوري کوي.

حميدالله حميدي




t